1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تهران وايي: « په ايران کي نيوله شوي امريکايي خبرياله جاسوسه ده نه خبرياله!»

۱۳۸۸ فروردین ۲۰, پنجشنبه

د ايران په اسلامي جمهوريت کي د آزادي خبريالي روکسانا صابري د بندي کيدلو پيښه به د امريکي دمتحده ايالتونو او ايران په اړيکو باندي چي وروسته له ديرش کلونو په هغو کي د يخ د غوړيدو هيلي پيدا شوي، ناوړه اغيزه وکړي .

https://p.dw.com/p/HTvZ
آيا د واشنګتن او تهران په اړيکو کی به يخ مات شي؟
آيا د واشنګتن او تهران په اړيکو کی به يخ مات شي؟انځور: AP / DPA / Montage DW

يوه ايراني ټبره امريکايي خبرياله په ايران کي د جاسوسي په تور تر محاکمي لاندي نيوله شوي ده . د ISNA په نامه د ايران د خبر رسولو د يو آژانس په يوه رپوټ کي پرون د دغه هيواد د لويي څارنوالي د مرستيال له خولي نقل قول شوي چي وايي : «نيول شوي خبريالي پخپل جرم اعتراف کړي وي» .

31 کلنه نيول شوي خبرياله روکسانا صابري نوميږي چي دامريکې په متحده ايالتونو کي زيږيدلې او د آزادي خبريالې په توګه د BBC او NPRپه نامه دامريکي دمتحده ايالتونو د راډيو لپاره يي کار کاوه .

دغه خبرياله چي په خټه ايراني او جاپانې ده د څلورو مياشتو راهيسي د ايران په اسلامي جمهوريت کي د جاسوسي به توربندي ده او په دي باندي دا تور لګول کيږي چي د خبريالې په نامه ايران ته داخله شوي، خو په اصل کي جاسوسه ده . د ايران د لويي څارنوالي مرستيال حسن حداد وايي چي ميرمن صابري پخپل جرم اعتراف هم کړي او د دي دوسيه له بيلګو سره د انقلاب محکمي ته سپارل شوي ده .

د ايران په اسلامي جمهوريت کي د آزادي خبريالي روکسانا صابري د بندي کيدلو پيښه به د امريکي دمتحده ايالتونو او ايران په اړيکو باندي چي وروسته له ديرش کلونو په هغو کي د يخ د غوړيدو هيلي پيدا شوي، ناوړه اغيزه وکړي . څرنګه چي د امريکې د متحده ايالتونو دبهرنيو چارو د وزارت په يوه خبر کي ويل شوي دي ، د مارچ د مياشتي په پاي کي دبهرنيو چارو وزيري هلري کلينتن په دنهاګ کي د افغانستان د نړيوال کنفرانس په ترڅ کي د ايران استازي ته يو ليک سپارلي او په دغه ليک کي هم د خبريالې ميرمن صابري دخوشي کولو غوښتنه شوي او هم د ايرانيانو څخه د دي غوښتنه شوي چي د امريکي د FBI ديوه پخواني پوليس د برخليک په اړه چي په ايران کي تري تم شوي امريکايانو ته معلومات ورکړي .

دامريکي د متحده ايالتونو دبهرنيو چارو وزيري هلري کلينتن له BBC سره په يوه مرکه کي پرون وويل:

«د دي خبر په اوريدلو سره مونږ ډير سخت په غوصه شوي يو . او مونږ په دي اړه د سويس له حکومت سره چي په روان وخت کي په ايران کي د امريکي د متحده ايالتونو د ديپلوماتي ګټواستازيتوب کوي خبري کړيدي ترڅو په دي اړه مونږ ته لازم معلومات راکړي . مونږ به هڅه وکړو چي نيول شوي خبرياله ډير ژر بيرته خوشي کړاي شي».

د تيرکال د دسمبر د مياشي راهيسي ميرمن روکسانا صابري په ايران کي بندي ده . او په دي باندي دا تور هم لګول شوي چي غوښتل يي الکهول وپيري به داسي حال کي چي د ايران به اسلامي جمهوريت کي دالکهولو څکل په قطعي توګه منع ديٍ .

له بلي خوا د اسوشيتد پرس د خبري آژانس د رپوټ له مخي ، دايران د دولت مشر محمود احمدي نژاد پرون په يوه تلويزيوني وينا کي دامريکي د متحده ايالتونو د ولس مشر بارک اوباما له دي وړانديز څخه چي غواړي دايران له اسلامي جمهوريت سره مخامخ خبري وکړي، ډير ښه هر کلي کړي دي احمدي نزاد وايي که چيري د بارک اوباما دغه وړانديز« يو صادقانه او د متقابل درنښت په بنسټ يو وړانديز وي ، نو مونږهم دهغه ډير ښه هرکلي کو». خو که چيري په دغه وړانديز کي صداقت نه وي، نو ايران به د پارک اوباما په مقابل کي «هماغه دريځ غوره کړي» چي د جارج ډبليو بوش په مقابل کي يي غوره کړي ؤ.

AP / فضلي

کتونکي: حکيم

آيا د واشنګتن او تهران په اړيکو کي په يخ مات شي؟