1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تورن استازي به د عادي افغانانو په څېر محاکمه کيږي

۱۳۸۹ دی ۲۷, دوشنبه

د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکو وايي چي په هيواد کي هيڅ څوک د مجازاتو څخه نسي تښتېدلای او پر هغو استازو چي تور لګول سوی، د نورو په شان به محاکمه کيږي.

https://p.dw.com/p/Qsoa
لوی څارنوال په خوست ولايت کي د خبري غونډي پر مهال
لوی څارنوال په خوست ولايت کي د خبري غونډي پر مهالانځور: DW

لوی څارنوال تيره ورځ په يوه خبري غونډ کي وويل،

که د ولسمشر لخوا د نوي ولسي جرګې تر پرانيستني وروسته، د ټاکنو د درغليو د ارزولو ځانګړې محکمه ځيني بريالي نوماندان پړه وخيژوي، د شته تګلاري له مخه به د دغو نوماندانو استازي توب رد سي.

الکو وويل هيله نه لري چي ياده سوې محکمه به ډير ژر د دغو وکيلانو دوسيي په اړه حکم وکړي، ځکه چي وايي د دوی دوسيي ډيري غوښيني دي او په زرګونو پاڼي لري.

ځانګړې محکمه دوې اونۍ دمخه د انتخاباتي لانجو د هوارولو لپاره جوړه سوې او اوس قاضيان کار کوي تر څو ټول شکايتونه چي دوی ته رسيدلي يو يو وڅيړي.

دمګړی داسي ګنګوسي سته چي ګواکي نوی پارلمان به د دلوي د مياشتي پر دوهمه او يا هم دريمه نيټه پرانيستل کيږي او په ورته وخت کي ځانګړې محکمه د دوسيو د څيړلو پر سر کار کوي. خو داسي بريښي چي په دومره لنډه موده کي ټولو دوسيو ته رسيدګي ناشونی کار بريښي.

د افغانستان د پارلماني ټاکنو پر سر له تيرو پينځو مياشتو راهيسي لانجي رواني دي. خو لوی څارنوال اسحاق الکو وايي ټول متخلفين بايد محاکمه سي.

نوموړی وايي چي په داسي حالت کي د نماينده ګانو استازيتوب باطليدای سي چي د هغوی شکايتونه نه وي څيړل سوي او لانجې يي پر ځای پاته وي.

« په اساسي قانون کي حتي د وزيرانو د محاکمې او مجازات لپاره ځانګړې تګ لاره جوړه سوې ده چي بيا وروسته يوه ځانګړې محکمه پرې کارکوي او همداسي په دغه هيواد کي هيڅ څوک هم له مجازاتو نسي تښتيدلای».

لوی څارنوال په داسي حال کي دغه څرګندوني کوي، چي د تيري شنبې او يکشنبي په ورځ د کابل په ګډون د ملک په يو شميرولايتونو کي بيا هم د پارلماني انتخاباتو د نتايجو په اړه لاريونونه وسول.

نارضاو کانديدانو له ولسمشر څخه وغوښتل چي دغه له درغليو ډکي ټاکني لغوه اعلام کړي او د ځانګړي محکمې تر فيصلې پوري د نوي پارلمان پرانيسته و نه کړي.

ويل کيږي چي د نوي پارلمان د پرانيستلو موده دوې نوري ورځي هم ځنډول سوي ده. د ولسمشرۍ د ماڼۍ چارواکي د دغه ځنډ اصلي لامل د ولسمشر له لوري مشرانو جرګي ته د انتصابي سناتورانو په ګومارلو کي ځنډ په ګوتو کوي.

هغوی وايي چي ولسمشر ته د ملک د مخورو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو او يو شمير نورو بشرپالو سازمانونو له لوري۱۶۰ کسان ور پيژندل سوي دي او اوس ولسمشر پر دې کار کوي چي له دغه نوم لړ څخه شاوخوا ديرش تنه ثنا مجلس ته په ور وپيژني.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل