1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تور ليست د سولي پر بهیر اغیزه نه لري»

۱۳۹۱ شهریور ۱۹, یکشنبه

افغان حکومت د امریکا د هغه اقدام هر کلی کړی دئ چې په ترڅ کې ئې د حقانې شبکه په تور لست کې شامله شوې ده. امریکا متحده ایالاتو د شنبې په ورځ د حقاني ډله په خپل تور لست کې شامله کړه.

https://p.dw.com/p/165eL
انځور: DW

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنتن، کانګرس ته یو رپوټ وړاندې کړ چې په کې په پاکستان کې میشته د مولوي جلال الدین حقاني ډله د ترهگرې ډلې په توگه نومول شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسي زي د یکشنبې پر ورځ (د سپتمبر ۹مه نیټه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د حقاني شبکه په تېرو یوولسو کلنو کې د زیات شمېر افغانانو د وژنې مسؤله ده.

جانان موسی زي هیله څرگنده کړه چې امریکا به د دې شبکې د فعالیتونو پر وړاندې په کور دننه او بهر کې په عملي توګه خپله مبارزه چټکه کړي.

خو د نوموړي په خبره په تور لست کې د دې ډلې شاملول په افغانستان کې پر سولې باندې مستقیمه اغیزه نه لري، نو ځکه د امریکا له دې اقدام سره به د سولې روان بهیر هم زیانمن نه شي.

خو له بل لوري د چارو یو شمېر کتونکي بیا وايي چې په افغانستان کې د تورو لستونو تجربو ښودلې ده چې د دغه شان اقداماتو تاوان له د گټو په پرتله ډیر وي.

د ولسي جرګي پخواني غړي عبدالجبار شیلګري، په دې اړوند دویچه ویله ته وویل چې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې پوځې هلو ځلو په افغانستان کې سوله ټینګه نه کړه. د ښاغلي شیلګري په وینا په تور لست کې د حقاني د شبکې شاملیدل نه یوازې د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي بلکې پر دې بهیر باندې منفي اغیزه هم وراچوي:

«د سولې د راتلو او مقابل لورې د هڅونې له پاره ښه به دا وه چې تور لستونه له منځه ولاړ شي. خو حقاني شبکه په تور لست کې شاملیږي او بل دا چې که چیرې دوی ریښتینې قدمونه پورته کولای نو دوی باید د حقاني او القاعده شبکو د تمویل او مرکزونو په اړه معلومات ترلاسه کړي وای. ولې نړیواله ټولنه په دې پوهیږي خو ګامونه نه اخلي؟»

د امریکا له خوا د حقانې شبکه په نړېوالو ترهګرېزو ډلو کې شاملول به دا ډله د امريکا له مالي بنديزونو سره مخامخ کړي. ویل کیږي چې نوموړې ډله له القاعدې شبکې سره نزدې اړیکې لري. د حقاني پر ډلې باندې په افغانستان کې د یو لړ تر سره شوو بریدونو تور هم وراچول شوی دئ.

دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې څو ورځې وړاندې د اندونیزیا په اوبو کې له یوې ډوبیدونکې کښتۍ څخه د ۵۵ ژغورل شوو کسانو په ډله کې ۵۴ تنه ئې افغانان دي.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: مسعود جهش