1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

توسک: اقتصادي مهاجر دې اروپا ته نه رازي

آژانسونه۱۳۹۴ اسفند ۱۳, پنجشنبه

د اروپایې اتحادیې د شورای مشر دونالد توسک، یونان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد له لومړي وزیر الیکسس سیپراس سره د مهاجرو د کړکیچ د حل په برخه کې خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/1I6aw
انځور: Getty Images/AFP/J. Thys

د اروپایې اتحادیې د شورای رئیس دونالد توسک د د پنچشنبې په ورځ (مارچ په اوومه) له ترکیې سره د دغې اتحادیې د مشرانو تر کلیدي غونډې مخکې یونان ته سفر کړی دی.

توسک همدارنگه د بالقان مسیر هیوادونو له مشرانو سره تر لیدنې کتنې وروسته یونان ته سفر کوي. مهاجر د شمالي اروپا هیوادونو ته د ځان رسولو له پاره د بالکان هیوادونو له مسیر څخه استفاده کوي.

د اروپایې اتحادیې د شورای رئیس د یونان له لومړي وزیر الیکسیس سپراس سره د یو کډ خبري کنفرانس په ترڅ کې د مهاجرو په مخاطب کولو سره وویل: «اروپا ته مه رازئ. د قاچاقبرانو پر خبرو باور مه کوئ. وروسته تر دې به هیڅ یو اروپایې هیواد، ترانیزیټي هیواد نه وي.»

توسک د مهاجرت د کړکیج په برخه کې د یوې گډې حل لارې پیداکولو په موخه په بروکسل کې د اروپایې اتحادیې د مشرانو تر غونډې مخکې بالکان هیوادونو او یونان ته سفر وکړ.

هغه خپل سفر د سه شنبې په ورځ له اتریش څخه پیل کړ او بیا یې د سلوانیا، کرواسیا او مقدونیا هیوادونو له مشرانو سره ولیدل. ټاکل شوې ده چې نوموړی به له یونان څخه ترکیې ته سفر وکړي.

مقدونیا، د صربستان، سلوانیا، او کرواسیا په گډون د بالکان هیوادونو مهاجرو د تیریدو له پاره سهمیه ټاکلې ده. دا د دې سبب گرځیدلی دی چې په زرگونه مهاجر په یونان کې بند پاتې شي. د ملگرو ملتونو سازمان په حواله په یونان کې د مهاجرو بند پاتی کیدل کیدای شي پر یو بشري ناورین واوړي.

اروپایې اتحادیې د چهار شنبې په ورځ مهاجرو ته د ۷۰۰ میلیونه ایرو ځانگړي کولو خبر ورکړی وو، څو یونان پر دغو پيسو د مهاجرو ستونزو ته رسیدگي وکولی شي. توسک په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «اروپایې اتحادیه یونان یوازې نه پریږدي.».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب