1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تونس: د دولت پر ضد لاریون تر سره شوی

۱۳۹۱ آذر ۲۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/174Py

په تونس کې په زرونو خلکو په هیواد کې د سیاسي شرايطو او خراب اقتصادي وضعې پر وړاندې لاریون تر سره کړ. د لاريونکوونکو له ډلي څخه یوه تن په خپلو څرگندولو کې ویلي دي چې د ۲۰۱۱ کال د پسرلي په موسم کې د پخواني ولسمشر زین العابدین تر سقوط وروسته په وضعیت کې ډیر ښه والی نه دی راغلی. د تونس په مرکز کې، د سیدي بوزید په ښار کې لاریون کوونکو د انتقالي حکومت په لوړو پوړو چارواکو ډبري اورولې دي او چارواکي یې دې ته مجبور کړل چې د یادون یو تر سره کیدونکې غونډه پای ته ورسوي. د دوشنبې د ورځې یادغونډه د یوه ترکاري خرڅونکي چې خپل ځان ته یې اور اچولی وو، په یاد تر سره کیده. په دغه غونډه کې ولسمشر منصف مرزوقي، او د پارلمان مشر مصطفی بن جعفر، هم گډون درلود. پوره دوه کاله تر مخه یوه ځوان خپل ځان ته اور اچولی وو او تر هغې وروسته په ټول هیواد کې د بن علي پر وړاندي لاریونونه پیل شول. دغه بهیر د «عربي پسرلي» په نوم هم یادیږي.