1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تيره شپه په افغانسان کي زلزلې تلفات نه لرل

آژانسونه/ زیارمل۱۳۹۴ آذر ۲, دوشنبه

افغان چارواکو اعلان کړی دئ چي د يکشنبې په ماښام په افغانستان کي زلزلې تلفات نه لرل. دغه زلزله چي ۵،۹ درجې ثبت سوې ده تکانونه ئې په هندوستان او پاکستان کي هم احساس سوي دي.

https://p.dw.com/p/1HAVO
Karte Erdbeben Afghanistan 26.10.2015 Englisch

د امريکا د مځکي پېژندني ادارې ويلي دي چي د دغي زلزلې مرکز د بدخشان د اشکاشيم په ۲۲ کيلومترۍ کي د مځکي په ۹۲،۴ کيلومتره عمق کي وو.

دغه زلزله چي د افغانستان په محلي وخت د شپې ناوخته سوې پر افغانستان سربيره د پاکستان په شمال او د هندوستان په پلازمېنه نوي دهلي کي احساس سوې ده.

د افغانستان له طبيعي پيښو سره د مبارزې ادرې مرستيال محمد اسلم سياس، اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي د زلزلې د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري هيڅ راپورونه دوی ته رسېدلي نه دي.

په اکتوبر مياشت کي د افغانستان په شمال ختيځ کي يوې بلي زلزلې چي شدت ئې ۷،۵ اټکل سوی وو، په افغانستان او پاکستان کي نژدې ۴۰۰ انسانان ووژل او په زرونو کورونه ئې ونړول.

په افغانستان کي کله نا کله په ځانگړې توگه د هندوکش د غرونو په سلسله کي زلزلې کيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب