1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تيرو ۲۰ کلونو کي د مهاجرت تر ټولو ستر کړکېچ

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۲۶, چهارشنبه

ملگرو ملتونو په خپل نوي رپوټ کي د مهاجرت د داسي بحران خبره کړې ده چي په تيرو شلو کلونو کي ئې ساری نه دی ليدل سوی. د دغه بحران يو دليل د سوريې کورنۍ جکړه ښوول سوی دی.

https://p.dw.com/p/199QN
Syrian refugees are seen at the Za'atri refugee camp in the Jordanian city of Mafraq, near the border with Syria August 30, 2012. The U.N. refugee agency (UNHCR) said on Tuesday the pace of Syrian refugees reaching Za'atri camp in northern Jordan had doubled, with 10,200 arriving in the last week, heralding what could be a bigger movement. REUTERS/Majed Jaber (JORDAN - Tags: POLITICS CIVIL UNREST)
Syrien Bürgerkrieg Flüchtlinge in Jordanienانځور: Reuters

د مسلمانانو د روژې په مياشت کي هم د سوريې وگړي د امنيت احساس نه کوي، يوه ورځ هم پر کراره سوي نه دي او په جگړه کي ښکېلي غاړي هم د استراحت خيال نه لري. د دغه هيواد په ډيرو سيمو کي اوس هم د بشاالاسد ځواکونو او ياغيانو ترمنځ وسله والي نښتي رواني دي. هره مياشت د دغه هيواد د کورنۍ جگړې په اړو دوړ کي ۵۰۰۰ انسانان وژل کيږي او هره ورځ ۶۰۰۰ سوريايان له وطنه تښتي.

د کډوالۍ دغه بحران چي د سوريې کورنۍ جگړه ئې سبب سوې ده، په ۱۹۹۴ کال کي د رواندا تر عام وژني وروسته د ملگرو ملتونو له خوا تر ټولو خراب حالت اعنوان سوی دئ.

په ملگرو ملتونو کي د کډوالو عالي کميسار انتونيو گوترز، په نيويارک کي وويل چي اوس د دغه هيواد نزدې ۱،۸ ميليونه وگړي په گاونډيو هيوادونو کي د کډوالو په توگه ثبت سوي دي. د نوييمي لسيزي په نيمايي کي د ختيځي افريقا په رونډا کي د اټکل له مخي تر عامي وژني وروسته نژدې دوه ميليونه انسانان مهاجر سوي ول.

د سوريې ډيری کډوال د ترکيې سرحد ته روان دي
د سوريې ډيری کډوال د ترکيې سرحد ته روان ديانځور: Reuters

گوترز، په ملگرو ملتونو کي د بېړنيو مرستو د همږغي کوونکي له مسئول واليري آموس، سره په گډه پر امنيت شورا باندي ږغ کړی دی چي په سوريه او له دغه هيواد څخه دباندي په گاونډيو هيوادونو کي د کډوالو د درد او رنځ د له منځه وړلو له پاره له هغوی سره چټکټي مرستي وکړي.

گوترز په نيويارک کي وويل: «د رواندا تر عامي وژني وروسته موږ د مهاجرت له دغه شان يوه ستر بحران سره نه وو مخامخ سوي.» د آموس په خبره په سوريه کي اوس ۶،۸ ميليونه وگړي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري چي له دې جملې څخه نيمايي ئې کوچنيان دي. هغه وويل چي دغه وگړي په تکرار سره په خپل هيواد کي د روژې په مياشت کي د اوربند غوښتنه کوي.

د ملگو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په دې نژدې ورځو کي پر بشار الاسد باندي ږغ کړی وو چي لږ تر لږه دي د روژې په مياشت کي له پوځي عملياتو څخه ډډه وکړي.

په پام کي ده چي په راتلونکو څو اونيو کي به نزدې ۵۰۰۰ سوريايي کډوال آلمان ته ورسيږي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت په خبره اوس په دغه هيواد کي نزدې ۱۶۰۰۰ جنگځپلي سوريايي کډوال اوسيږي.