1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تيرکال په سوريه کي ۷۶ زره انسانان وژل سوي دي

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ دی ۱۲, جمعه

د سوریې د کورنۍ جگړې د څار سازمان ویلي دي، چې په ۲۰۱۴م کال کې په دغه هیواد کې ۷۶ زره انسانان وژل شوې دي. عراق هم ویلي دي چې ۲۰۱۴م کال په دغه هیواد کې تر نورو خونړی وو.

https://p.dw.com/p/1EEEH
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/SANA

په لندن کې «د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان» ویلي دي چې په سوریې کې د رواني شخړي له امله په ۲۰۱۴م کال کې ۷۶۰۲۱ تنه انسانان وژل شوي دي. په وژل شوو کې د ۳۵۰۱ تنو ماشومانو په گډون ۱۷۷۹۰ کسان عام خلک شامل دي.

د بشري حقونو د دغه سازمان د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۴م کال کې۲۲۶۲۷ دولتي یا دولتي پلوه کسان وژل شوي دي. همدارنگه د بشارالاسد رژیم مخالفینو د تلفاتو شمیر هم ۱۵۰۰۰ تنو ته رسیدلې دی.

د دغو ارقامو پر اساس د «اسلامي دولت»، «النصره جبهې» او القاعدې پوري اړوندو ډلو ۱۷۰۰۰ جنگیالي په دغه کال کې وژل شوې دي. په ۲۰۱۴م کال کې د سوریې جگړې د تلفاتو شمیر ښیې چې د ۲۰۱۳م کال په پرتله په دې کال کې۲۵۰۰ تنه ډیر انسانان وژل شوې دي.

په مجموع کې د دغي شخړي په جریان کې چې د ۲۰۱۱م کال په مارچ میاشت کې پيل شوې ده ۲۰۰۰۰۰ انسانان وژل شوې دي. په میلیونونو نور بيا د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوې دي. سوریه په پيل کې د حکومتي ضد مظاهرو شاهده وه چې وروسته بیا دغه مظاهرې په خونړي کورني جنگ واښتې.

د جنگ لومړۍ لیکي ته د اسد ورتگ

جمهور رئيس بشارالاسد چې د سوریې د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان هم دی، د ۲۰۱۴م کال په پای کې یې د دمشق په ختیځ کې د «جوبر» په جنگي سیمه کې له خپل ځواک سره ولیدل. په همدې سیمه کې د چهارشنبې په ورځ لږترلږه ۲۵ تنه یاغیانو ووژل شول.

خبري رسنیو د اسد له خولې ویلي دي، چې هغه خپلو ځواکونو ته په خطاب ک وویل: «که اوس هم په سوريه کې لږ خوشحالي موجوده ده، دا له تروريزم سره په مبارزه کي ستاسو د برياليتوب برکت دی.»

د بشارالاسد مخالف ځواکونو د«جوبر» سیمه په ۲۰۱۳م کال کې نیولې وه او د سوریې حکومتي ځواک اوس هم د دمشق په دغه اطرافي سیمه کې له مخالفینو سره په جگړه کې دی. د دغه ښار مرکزي برخې د حکومتي ځواکونو په کنترول کې دي.

په عراق کې د تلفاتو ډیریدل

د عراق حکومت هم د پنچشنبې په ورځ داسي ارقام خپاره کړل چې پر اساس یې ۲۰۱۴م کال، په تيرو يولسو کلونو کي يا له هغه راهيسي چې امریکايي لښکر پر دغه هيواد باندي يرغل وکړ (۲۰۰۳م) تر ټولو خونړۍ کال وو.

د دغو ارقامو پر بنسټ په ۲۰۱۴م کال کې تر ۱۵ زرو زيات ملکي خلک او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او ۲۲ زره نور بیا ټپیان شوي دي. په دې توگه نو دا د عراق له پاره تر۲۰۰۷م کال (په دې کال کې تر ۱۷ زرو زيات انسانان وژل شوې ول) وروسته تر ټولو خونړی کال وو.

د ۲۰۱۴م کال د تلفاتو لویه برخه د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي د پرمختگ له امله رامنځته شوي دي. که څه هم په دې وروستیو کې حکومتي ځواکونو او کردي ملېشو د «اسلامي دولت» ډلي پرضد پرمختگونه درلودل، خو اوس هم د عراق ارتي سیمي د «اسلامي دولت» ډلي جنگیالیو په تصرف کي دي.