1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تيرکال په نړۍ کي د پوځي لگښتونو ډېرښت

۱۳۹۶ اردیبهشت ۴, دوشنبه

د يوه تازه راپور له مخي په ۲۰۱۶م کال کي ټول ټال ۱۶۸۶ميليارده ډالره پر وسلو او پوځي تهجيزاتو لگول شوي دي. دا له ۲۰۱۱م کال راهيسي تر ټولو ډېر لگښت دی.

https://p.dw.com/p/2bm3u
Kampfpanzer Leopard
انځور: picture-alliance/dpa/P. Steffen

له ۲۰۱۱م کال راهيسي په لومړي ځل د وسلو له پاره لګښتونه يو ځل بيا لوړ شوي دي. په ستاکهالم کې د سيپري (د سولې د څېړني نړيوال انستيتوت) په حواله ټولو هېوادونو په ۲۰۱۶م کال کې ټول ټال ۱۶۸۶ميليارده امريکايي ډالر د وسلو او پوځي تجهيزاتو پر پېرودلو لګولي دي.

د ۲۰۱۵م کال په پرتله په ۲۰۱۶م کال کې ۰،۴سلنه زياتي پيسې د وسلو د رانيولو له پاره لګول شوې دي. په تېره بيا په پوځي چارو کې مخکښو هيوادونو، لکه امريکا متحد آيالات، چين او روسيې دغسې پوځي لګښتونه خورا زيات کړي دي. نورو هيوادونو، لکه سعودي عربستان خپل پوځي مصرفونه راکم کړي دي، خو دغه ګام سياسي انګېزې نه لري، بلکې په اقتصادي لحاظ دغسې يو تصميم نيول شوی دی ځکه چې د نفتو بيې هم راټيټې شوي دي.

سياستپوه ماريوس بالېس چې په بن کې د کونوېرشن يا بدلون راوستلو په نوم نړيوال مرکز له پاره کار کوي، دويچه ويله ته وويل: «له پخوا يعنې لس کاله مخکې په توپير سره، نن سبا ديپلوماسي او نړيوال بنسټونه هومره زيات مهم نه ګڼل کيږي. د دې پر ځای هر ځانګړی هيواد هڅه کوي چې په تسليحاتي سمبالښت سره خپل امنيت تامين کړي.»

د پوځ مخ پر ډېرېدونکی نفوذ

د روسيې له خوا د کريميا نيول، د چين په سويلي سمندر کې ترینګلتيا او په نژدې ختيځ کې جګړې. دا هر څه د بالېس په خبره هغو اندېښنو ته هوا ورکوي چې له مخي يې شايد وسله وال کړکېچونه لا پسې پراخ شي. په اکثرو هيوادونو کې د پوځ رول هم پر ډېرښت دی چې له کبله يې د وسلو په رانيولو کې هم زياتوالی راغلی دی. په نظامي لحاظ تر ټولو مخکښه هيوادونه هم خپل لګښتونه ډېروي. امريکا متحدو ايالاتو خپل لګښتونه ۱،۷ سلنه يعني ۶۱۱ ميلياردو امريکا ډالرو ته لوړ کړي، روسيې ۵،۹ سلنه زياتي پيسې يعني ۶۹،۲ ميليارده امريکايي ډالر او چين ۵،۴ سلنه زياتي پيسې يعني اوس ۲۱۵ ميليارده يورو د وسلو اخيستلو له پاره لګولي دي.

د نژدې ختيځ کړکېچنه سيمه

د کړکېچونو مرکزي سيمه بيا نژدې ختيځ دی. په سوريه کې جنګ سيمه ايزې سيالۍ لا پسې زياتې کړي دي. په دې ترتيب د ښکېلو اړخونو لګښتونه هم ډېر شوي دي. د سيپري د رپوټ يو تن ليکونکی او اقتصادپوه، نام تيام، وايي: «روسان هره ورځ په نژدې ختيځ کې د خپلو هلو ځلو له پاره تقريبا څلور ميليونه امريکايي ډالر مصرفوي. موږ داسي معلومات لرو چې له مخې يې ښايي روسيې په ۲۰۱۶م کال کې د سوريې په برخه کې ۴۶۴ ميليونه امريکايي ډالر لګولي وي.»

په ورته وخت کې د سعودي عربستان شاهي نظام خپل پوځي لګښتونه راکم کړي دي. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵م کال کې د بالېس په خبره لګښونه لوړ شوي ول، هغه سږ کال درې سلنه راکښته شوي دي. د دغه کار د علت په اړه د څېړني ليکونکی، نان تيان وايي: «زموږ په اند دا د نفتو په ټيټي بيي پوري اړه لري. له دې کبله د سعودي عربستان عايدات راکم شوي دي. سعودي عربستان اتيا سلنه عايدات د نفتو له لاري تامينوي. له دې کبله بايد هغوی اوس د بودجې په هره برخه کې سپما وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بالېس په خبره دغه حالت د سعودي عربستان او ايران تر منځ ترينګلتيا نه شي راکمولی. دواړه خواوي د ډېرو نورو هېوادونو په څېر هم خبري اتري بې فايدې بولي او له دې کبله پوځي لارو چارو ته ترجيع ورکوي.

زموږ له ارشيف څخه: