1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تير کال د افغاني کډوالو د پاره د مصيبتونو ډک کال ؤ

۱۳۸۹ دی ۲۷, دوشنبه

په۲۰۱۰ کال د زورزياتيو ډيريدل، د بېوزلۍ پراخيدل، او د افغانستان د حکومت په مقابل کي بې اعتمادي ددې باعث سول چي د هيواد په دننه او دباندي کي د مهاجرتونو لړۍ دوام پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/Qssh
په ايټالياکي افغاني پناه غوښتونکي
په ايټالياکي افغاني پناه غوښتونکيانځور: Basir Ahang

په غربي نړۍ کي د پناغوښتونکو د قبلېدو پر سختګيريو سربيره، چي غواړي په سرحدونو کي داسي خنډونه رامنځته کي چي د کډوالو د راتګ څخه مخنيوی وکړي، په ۲۰۱۰کال کي د مهاجرو رش دونه ډير ؤ چي ځيني اروپايي هيوادونه دې ته مجبور سول چي خپل پخواني لاګرونه بيرته پرانيزي.

په ګاونډي هيوادونو کي هم د طبيعي ناورينونو له کبله د ژوند کولو امکانات ورځ په ورځ د کميدو په حال کي دي.

د وال ستريت ژورنال په نامه ورځپاڼه، د ډسمبر پر ۲۷ نيټه د هغو نقشو د مقايسي څخه ليکي چي د ۲۰۱۰ کال د مارچ او اکتوبر د مياشتو تر منځ تر سره سوي دي.

« په داسي حال کي چي د افغانستان په جنوب کي، چيري چي د امريکا د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د جنګ ميدان دی، وضعه په واقعي ډول نه ده بدله سوې او د جدي خطر سره مخامخ ده، خو دهيواد په شپاړسو شمال ختيځو ولسواليو کي وضعه نوره هم خرابه سوې ده.»

جنګ او نا آراميو په لسهاوو زرو کسان د هيواد په دننه کي بې ځايه کړي او په زرهاوو تنه يې تيښتي ته مجبوره کړي دي. که څه هم دغه کډوال د غيرقانوني مهاجرتونو د عواقبو څخه خبر دي.

د ۲۰۱۰ کال د ډسمبر پر دريمه نيټه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالي ميرمن کاترين براګ، د بشري کومکونو په اړه وويل چي اوه اشاريه څلور ميليونه افغانان په لوږه کي ژوند کوي او په دغه هيواد کي د قحطۍ خطر موجود دی.

خلک مجبور سوي چي د کډوالۍ لاره انتخاب کړي
خلک مجبور سوي چي د کډوالۍ لاره انتخاب کړيانځور: AP

ددې په وينا په افغانستان کي په ميليونو نورو انسانانو د خارج څخه پر خوراکي مرستو تکيه کړې ده او د هر پنځم کوچني څخه يو يې تر پنځه کلنۍ پوري خپل ژوند دلاسه ورکوي.

کاترين براګ د ۲۰۱۱ کال د غوښتنو تر عنوان لاندي اعلاميه کي ويلي دي چي:

« په ځينو برخو کي پر پرمختګونو سربيره ، د هغو طبيعي ناخوالو او اوسني کړکيچنو حالاتو له کبله چي په دغه هيواد کي خلک ورسره لاس او ګريوان دي، ددغه ځاي د خلکو د ژغورني دپاره لا زياتو کومکونو ته اړتيا سته.»

خرابه اقتصادي وضعه، د داخلي توليداتو د مؤسسو او په افغانستان کي د کار د زميني د برابولو نشتوالی، ددې سبب سوی دی چي په لسهاوو زره انسانان د کار د پيدا کولو او د يوې ښي راتلونکي د په لاس راوړلو دپاره مجبوره سي چي د مهاجرت لار انتخاب کړي.

د هغو نظر پوښتنو د نتايجو له مخه چي واشنګتن پُست، بي بي سي او د آلمان ملي تلويزيون تر سره کړي دي او د ۲۰۱۰ کال د ډسمبر پر شپږمه خپاره سوي دي د افغانستان خلک د تير کال په مقايسه هغه لورته چي افغانستان ورته د حرکت په حال کي دي نور هم بدبينه دي.

په نظر پوښتنه کي د امنيت په ساتلو کي د امريکا اود هغي د متحدينو پر وس او توانايي باندي بي اعتمادي ده.

د افغانستان پرحکومت او د هغه پر بين المللي ملاتړ کوونکو باندي بې اعتمادي ددي باعث سوي ده چي د خلکو مهاجرتونه ډير سي.

رسول رحيم/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل