1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کیمیاوي کودو په بټۍ کې چاودنه وشوه

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters, dpa)۱۳۹۲ فروردین ۲۹, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په تکساس ایالت کې د کیمیاوي کودو په یوه بټۍ کې د چاودني له کبله ډیر شمیر کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. يوه سیمه ییز چارواکي په دې پېښه کې د یو شمیر کسانو د وژل کیدو خبر هم تائید کړی دی.

https://p.dw.com/p/18ISm
A person looks on as emergency workers fight a house fire after a nearby fertilizer plant exploded Wednesday, April 17, 2013, in West, Texas. (AP Photo/Waco Tribune Herald, Rod Aydelotte)
USA Explosion in Düngemittelfabrikانځور: picture-alliance/AP Photo

چاودنه د چهارشنبې په ورځ د ماښام پر پر ۷ بجو او پنځوسو دقيقو د تکساس ایالت د دلاس په سل کیلومترۍ کې په یوه کوچني ښار کې رامنځ ته شوې ده. یوه سیمه ییز چارواکي پتریک سونتون، خبریالانو ته ویلي دي چې تر چاودني ۵۰ دقیقې وروسته ژغورونکې ډلې سیمې ته رسیدلې او له سیمې څخه یې د خلکو په ایستلو پيل کړی دی.

د تکساس ایالت یوه چارواکي دي ال ویلسن، ویلي دي چې په پېښه کې تر سلو ډیر کسان ټپیان شوي دي. دې چارواکي په پېښه کې د وژل شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي. خو ویلسن په چاودنه کې د یو شمیر کسانو وژل کیدل تائید کړي دي:

«موږ په دې خبر یو چې چاودني یو شمیر کسان وژلي دي. خو موږ یوه کره شمیره نه لرو. د وژل شویو کسانو شمیر هر ګړی لوړېدای شي.»

ویلسن ویلي دي چې د چاودني له کبله په سیمه کې له ۵۰ څخه تر ۷۵ پورې کورونه ویجاړ شوي دي.

د ژغورني چارواکو ویلي دي چې هغوی اوس کور په کور، دکان په دکان کرځي، چي د پېښي له قربانیانو سره مرسته وکړي. د دغو چارواکو په خبره د ګاز د پایپونو د سوري کیدو امکان، د ژغورني کار له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د تکساس والي ویلي دي چې له سیمه ییزو چارواکو سره یې د مرستې له پاره د هغوی په اختیار کې خپل ټول امکانات ورکړي دي. چارواکو ټینګار کړی دی چې لا تر اوسه پورې یې داسې شواهد نه دي موندلي چې وښيي په دې بټۍ کې په قصدي ډول چاودنه رامنځ ته شوې وه که نه.