1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تیر دې فم: تن پلورنه دي منع سي

۱۳۹۸ آذر ۱۰, یکشنبه

د ښځو په مقابل کي د تشدد د نړیوالي ورځي په مناسبت د ښځو سازمان، تیر دې فم په یوه سمبولیک عمل سره په برلین کي د ښځو د تن پلورنې او بدلمنۍ پرضد مظاهره وکړه.

https://p.dw.com/p/3U1Eg
Iran Frauenhaus
انځور: IRNA/ F. Piri

لکه څنگه چي د دغه سازمان یوې ویاندې وویل، په دغه مظاهره کي چي تیره دوشنبه (د نومبر میاشتي ۲۵ مه نیټه) سوې ده، د برلین د براندنبورګ دروازې سره یې د نارینه وو د کاغذو څو فیگورونه یا شکلونه د (سکس رانیونکي) تر شعار لاندي ځای پرځای کړل.

د هغې په خبره بدلمني یا فحشأ د ښځو په مقابل کي د تشدد قانوني شکل دی. ځکه نو باید تن پلورنه او فحشا د سکس یا جنسي رابطې د خرڅلاو د منع کیدو له لاري مهار سي.

د ښځو دغه سازمان پردې باندی هم انتقاد کړی او ویلي یې دي چي په جرمني کي نارینه اجازه لري، د «ښځو بدن رانیسي»، چي دا یوه ډیره وحشتناکه خبره ده. په دې سره سیاست کاملأ په رسمي ډول سره د ښځو په مقابل کي تشدد زغمي او ځوانانو او نارینه وو ته دا زیگنال ورکوي، چي «یو څوک د ښځي بدن اخیستلای او جنسي رابطه ورسره ټینگولای سي، په دې شرط چي ددې په مقابل کي پیسې ورکړي.«

Gerichtsverhandlung gegen Berlusconi im Fall 'Ruby'
انځور: picture-alliance/ROPI

تیردې فم اضافه کوي، چي ځکه نو باید جرمني د فحشا په مقابل کي د سویډن ماډل تطبیق کړي. په دې سره به په عین حال کي د تن پلورني په برخه کي جنایتونه راکم، د سکس خرڅونکو د جنایتونو او همدارنگه د فحشا او بدلمنۍ څخه د لیري کیدو او شاته کیدو د پروگرامونو تمویل هم ممکن او تر لاسه سي.