تیوتا ۱.۵ میلیونه موټر د ازموینې له پاره راغوښتي دي
۱۳۹۱ مرداد ۱۲, پنجشنبهاعلان
تیوتا په ټوله نړۍ کې خپل د موټرو ځینې ډولونه بیرته راغوښتي دي چې په فابریکو کې هغه له سره امتحان شي. په المان کې د تیوتا دفتر خبر ورکړ چی له دې کبله باید څه د ۱.۵ میلیونه موټران له سره وازمایل سي.
اویا زره دغه ډول موټر په المان کې دي چې اوریس، افینیس او RAV 4 نومیږي. په امریکا کې بیا د لیکوس په نامه موټران په دغه ډله کې شامل دی.