1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جانېت جېکسن د ميناج پر ځای په جده کې کنسرت ورکړ

۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعه

جانېت جېکسن، فيفتي سېنت او کريس براون هغه سندرغاړي دي چې د پنجشنبې په ورځ يې په جده کې سندرې وويلې. نيکي ميناج تر مخه دغه کنسرت بايکاټ کړی وو.

https://p.dw.com/p/3MJ8f
Sängerin Janet Jackson
انځور: Getty Images

وتلي سندرغاړي نيکي ميناج د جدې په کنسرت کې د نه راڅرګندېدو دليل دا ښوولی وو چي په دغه هيواد کې بشري حقونو ته اندېښمنه ده. خو د سره سمندر غاړې ته پروت د جدې ښار په نړيوال جشن کې اوس د امريکايي سندرغاړو له شوره ډک موزيک وړاندې شو چې خلکو ورته په چکچکو او خوشحالۍ سره نڅل. 
دغسې يو کار دوه کاله تر مخه لا د تصور وړ نه وو، خو هغه دا هم ښيي چې د سعودي عربستان ډېر محافظه کار اسلامي هيواد اوس د ساتېري په برخه کې پر بېلابېلو فعاليتونو باندې لګيدلي قيودات يو څه کمول غواړي.
نيکي ميناج اصلا هغه هنرمنده ده چې د خپلو سندرو د متن د طرز او د تنګو او لنډو جامو د اغوستلو په واسطه د خلکو پارونو ته لمن وهي. خو هغه اوس له دې څخه تېره شوې ده چې سرټکي جوړ کړي. هغې د کنسرت د اجرا پر ځای په دغه محافظه پال هيواد کې د ښځو او همجنسبازانو د حقونو څخه ننګه وکړه.
په ټولنيزو رسنيو کې شديد غبرګونونه

له کنسرت سره د هغې بايکاټ يا پرېکون په ټولنيزو رسنيو کې له توپاني غبرګونونو سره مخامخ شو. ډېرو سعوديانو خواشيني څرګنده کړه او پر خپلو ټيکټونو لګېدلې پيسې يې بېرته وغوښتې. ميناج په تويتر کې ټينګار وکړ چې د هغې پرېکړي دا هدف نه درلود چې د سعودي عربستان حکومت ته «بې احترامي» وکړي. کله چې سعودي عربستان ته د ميناج د سفر او د هغې د کنسرت په اړه خبر راووت، نو ډېرو محافظه کارو کسانو ورته سخت منفي غبرګون ښودلی وو.
ځينو حکومت پلوو رسنيو لکه د عکاظ ورځپاڼې حتی ادعا کړې وه چې دغه هيواد خپله د ميناج ورتګ رد کړی وو، ځکه چې د هغې راڅرګندېدنه د ځايي «دودونو او ارزښتونو» خلاف کار وو. سعودي عربستان دا مهال د ساتېري او بوختونکو فعاليتونو لمن پراخوي چې ښايي په هيواد کې د اقتصادي ودې کمېدو او د ځوانانو په منځ کې د ډېرې بې کارۍ پديدو ته غبرګون وي.

AFP/NS/NZ

USA MTV Video Music Awards - Nicki Minaj
نيکي ميناج چې د پارونو له کبله مشهوره ده، تر مخه د جدې کنسرت بايکاټ کړی ووانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sayles