1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان کيري په کابل کې

آژانسونه / عبدالباري حکيم۱۳۹۳ تیر ۲۰, جمعه

جان کېري په کابل کي د خپل سفر پر وخت خبرداری ورکړی چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر سر اختلاف د دغه هیواد راتلونکی له گواښ سره مخامخ کړی دی. د نوموړي په وينا په افغانستان کي حکومت بايد قانوني وي.

https://p.dw.com/p/1CaYI
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په افغانستان کې د روان سیاسي کړکیچ د پای ته رسولو لپاره د جمعې په ورځ (د جولای ۱۱مه) په کابل کې خپل یو ستونزمن سفر پیل کړ.

کیري د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو له ځانگړي استازي یان کوبیس سره په کابل د متحده ایالاتو په سفارت کې له لیدنې کتنې وروسته وویل: « ښکاره ده چې مونږ په افغانستان کې په یوه ډېره سخته شیبه کې قرار لرو.» هغه یادونه وکړه: « د ټاکنو مشروعیت تر آزموینې لاندي دی. د انتقال د پیاوړتیا راتلونکی تر آزموینې لاندې دی. نو په دې وجه ډیر زیات کار مو په مخکي پروت دی.»

کابل ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر دغه سفر په ډیره بیړه پلان شو او هغه د تیرې شپې په چوپتیا کي د افغانستان پلازمینې ته ورسېد. په پام کي دي چې د ورځ په اوږدو کې هغه د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره چې د ټاکنو د دوهم پړاو د لومړیو پاېلو په هکله سره ژور اختلاف لري، لیدنه کتنه وکړي. دواړه کانديدان ادعا لري چې د ټاکنو گټونکي دي. له دې سره د افغانستان د قدرت لومړی دیموکراتیک لیږد په داسي یو وخت کې له گواښ سره مخامخ شوی چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو دي.

«هدف ته رسېدل آسانه نه دي»

کیري په کابل کي وویل:«زما هیله دا ده چې يوه لاره وموندله شي، هغه یوه لاره چې رامنځ ته شوو پوښتنو ته ځواب ووايي او دې ته زمینه برابر کړي چې د خلکو شک او تردید له مینځه ولاړ شي اوهیله ده چې له دغې لارې راتلونکی روښانه تعریف کړای شي.» خو کیري خبرداری ورکړ چې دغه هدف ته د رسیدو لپاره کار «سمدلاسه آسانه نه دی.»

یان کوبیس په خپل وار سره ژمنه وکړه چې ملگري ملتونه به له افغانستان سره له هیڅ ډول مرستې سپما ونه کړي ترڅو« سیاسي انتقال په سمه اوبشپړه توگه په داسي یو ډول تر سره شي چې د دې هیواد ثبات او یووالی ټینگ وساتي.»

د ټاکنو د لومړیو پایلو له مخې اشرف غنې مخکي دی، خو عبدالله چې پخوا هم د ۲۰۰۹ کال شخړیزې ټاکنې بایلودلې وې، خپل ځان د تیرو ټاکنو گټونکی اعلان کړی دی او وايي چې په ټاکنو کي سختې درغلې شوي دي چې د هغه د بریالیتوب مخه یې نیولې ده.

ویل شوي دي چې کیري به د افغانستان له واکمن ولسمشر حامد کرزي سره هم وويني چې په تیرو ۱۳ کلونو کې پر دې هیواد حکومت کوي. کرزي د قانون له مخې اجازه نه درلوده چې د یوې دریمې دورې لپاره ځان کاندید کړي.

د متحده ایالاتو د حکومت یو لوړ پوړي چارواکي اعتراف وکړ چې په یو جگړه ځپلي هیواد کی « بشپړ صحیح ټاکنې نه ممکن دي او نه هم واقعي هدف گڼل کیږي.» دغه چارواکي چې هویت یې د فرانس پرس د خبري آژانس له خوا بربڼد شوی نه دی وایي چې « متحده ایالات هڅه کوي چې یوه ډیره ښه د اعتبار وړو شفافه او د ډيرو لپاره د منلو وړ نتیجه لاس ته راشي.»

د کاندیدانو دریځ

Wahlen Afghanistan Abdullah Abdullah, Ashraf Ghani
انځور: AP / DW

د اشرف غني د ټیم یو ویاند، عبدالعلي محمدي وویل چې کیري په دې وجه کابل ته راغلی چې « په ټاکنو کی بن بست حل کړي او زه فکر کوم چې دا یو مثت گام دی.» دغه راز د عبدالله ویاندې لیلما احمدي هم په خپل وار سره د کیري له سفر څخه هرکلی وکړ او وویل: « مونږ له هغه اقدام څخه هرکلی کوو چې پاکې رائې له ناپاکو رائیو څخه جلا کړي.»

امریکایي چارواکي وایي چې کیري به دواړه کاندیدان قانع کړي تر څو له یوی مستقیمې پلټنې سره موافقه وکړي. هغه زیاته کړه چې پلټونکي به هغه ولسوالې تر پلټې لاندي ونیسي چیرته چې د رائیو ورکونکو شمیر ډیر زیات دی او یا به راټولې کړای شوې رائې تر پلټنې لاندي ونیسي او یا به هغه مرکزونه وپلټي چیرته چې د ښځینه رايه ورکونکو شمیر نسبت نارینه و ته زیات دی، هغه چې « د افغانستان په شرایطو کي غیر احتمالي بریښي.»

د ټاکنو د لومړیو نتایجو له اعلان څخه وروسته د احتجاجونو اوسیاسي لانجو ته په کتو سره امریکا متحده ایالاتو دواړو کاندیدانو په غیر قانوني توگه قدرت ته د رسیدو پر ضد خبرداری ورکړی دی او ویلي دي چې په دې صورت کي به افغانستان د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې له ملیاردو ډالرو مرستو څخه بې برخې شي.