1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان کېري په ناڅاپه سفر کابل ته ورسېد

۱۳۹۵ فروردین ۲۱, شنبه

د امریکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کېري د شنبې په ورځ و کابل ته په ناڅاپه سفر ورسېد. نوموړی په کابل کي د «ملي وحدت» د حکومت د مشرانو سره ملاقات کوي.

https://p.dw.com/p/1ISSL
انځور: picture-alliance/AP Photo

جان کېري په داسي وخت کي و کابل ته رسيږي چي د افغانستان حکومت د داخلي رقابتونو له کبله کمزوره سوی او اقتصاد د رکود په حال کي دی. د دې تر څنګ دمګړی طالبان په ۲۰۰۱ کال د سقوط راهيسي تر بل هر وخت پياوړي دي او خپل فعاليتونه يې زيات کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند جان کېربي و کابل ته د جان کېري د سفر په تړاو ويلي دي چي امريکايي وزير به د افغانستان د حکومت او د امنيتي ځواکونو څخه يې د امريکا پر ملاتړ ټينګار وکړي. دا په داسي حال کي چي ناټو وايي چي د افغانستان امنيتي قواوي د دغه هيواد صرف ۷۰ سلنه تر خپل کنټرول لاندي لري.

د دې تر څنګ په پام کي نيول سوې چي په افغانستان کي د ناټو د قواوو شمېر د ۲۰۱۷ کال په پېل کي له اوسني ۹۸۰۰ عسکرو څخه و ۵۵۰۰ عسکرو ته راټيټ کړل سي. په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو نوي قومندان جنرال جان نيکلسون غواړي چي د افغانستان امنيتي وضعه وارزوي، تر هغه تر مخه چي په تړاو يې توصيې و واشنګټن ته ولېږي.

جان کېري به په کابل کي د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي او د اجرائيه رئيس عبدلله عبدلله سره ملاقات وکړي. يادو افغان سياستوالو تېر کال د جان کېري په منځګړيتوب د «ملي وحدت» د حکومت جوړولو پر سر توافق سره کړی ؤ.

امريکايي وزير په داسي حال کي افغانستان ته تللی چي د روان مېلادي کال په سپتمبر مياشته کي د «ملي وحدت» تړون پای ته رسيږي. هغه هم په داسي حال کي چي د دغه تړون زياتې مادې لا نه دي عملي کړل سوي.