1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان او بریتانیا د خپلو لوبو اتلان شول

۱۳۹۰ تیر ۱۱, شنبه

د ښځینه فټبال د نړیوالو سیالیو د ورستیو لوبو په ترڅ کي پرون «جمعه» جاپان د مکسیکو په وړاندي لوبه تر سره کړه او بریتانیا د نوي ځیلاند سره ولوبیده. د ښځینه فټبال د نړیوالو سیالیو د پرونیو لوبو اتلان جاپان او بریتانیا ول

https://p.dw.com/p/11ns1
د جاپان د تیم کپیتاني، هوماري ساوا، په پرونۍ لوبي کي دري ګوله ووهل
د جاپان د تیم کپیتاني، هوماري ساوا، په پرونۍ لوبي کي دري ګوله ووهلانځور: picture alliance/dpa

مکسیکو سره جاپان په خپلي لوبي کي په لومړیو 15 دقیقو کي دوه ګوله ووهل او په دی توګه یی د لوبي کنترول په خپل لاس کي واخیست.

د لوبي د لومړي نیمایي، ورستی نیم ساعت پرته له کوم ګول څخه پای ته ورسید. خو د لوبي د دویمی نیمایی په ورستیو شلو دقیقو کي جاپان بیا هم وتوانید چي دوه نور ګلونه هم جوړ کړي او په د تر تیب سره لوبه د څلور د صفر په پایلي سره د ځان په ګټه ختمه کړي.

د 2001 کال د ښځینه فټبال مینه وال
د 2001 کال د ښځینه فټبال مینه والانځور: dapd

د جاپان د تیم کپیتاني، هوماري ساوا، په پرونۍ لوبي کي دري ګوله ووهل او د لوبي د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شوه.

د جمعي د ورځي په دویمي لوبي کي بیا بریتانیا د نوي زیلاند سره یوه ډیره سخته لوبه تر سره کړه. دغه لوبه د دوه د یو په وړاندي پایلي سره د بریتانیا په کټه پای ټه ورسیده.

په دی ترتیب سره نو اوس نوی زیلاند نه شي کولاي چي د ښځینه فټبال د نړیوالو اتلولیو په اته غوره ټیمونه کي ځاي پیدا کړي. خو بریتانیا بیا د دغه کار لپاره باید جاپان سره خپله راتلونکي لوبه یا وګټي او یا هم د مساوي پایلي سره یي پای ته ورسوي.

بریتانیا د نوي زیلاند سره یوه ډیره سخته لوبه تر سره کړه.
بریتانیا د نوي زیلاند سره یوه ډیره سخته لوبه تر سره کړه.انځور: picture alliance/dpa

نن به هم د شمالي کوریا لوبډله د سویدن سره لوبه تر سره کړي او د متحده ایالاتو لوبډله په د کولمبیا په وړانډ ولوبیږي.

متحده ایالاتو په روانو نړیوالو سیالیو کي ډيري ښي لوبي تر سره کړي او ښایی کولمبیا سره په خپلی وروستۍ لوبي کي هم خپل اخري کوښښ وکړي ترڅو د دغو لوبو د اتو غوره ټیمونو ډلي ته لاره پیدا کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل