1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان بډایه هیواد خو ماشومان ئې بې وزله

۱۳۹۵ دی ۳, جمعه

جاپان چې په نړۍ کښې له سترو اقتصادي قدرتونو څخه دی او د کیفیت، پرمختګ او د یو بډای هیواد په سترګه ورته کتل کیږي، خو د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ یې بې وزلي مخ پر ډیریدو ده.

https://p.dw.com/p/2Um24
Japan Klassenzimmer in Tokio
انځور: Reuters/T. Hanai

په جاپان کښې غیر دولتي سازمانونه او رضا کاران وايي چې د هغو ځوانو جاپانیانو شمیر مخ پر ډیریدو دی چې د فقر تر کرښې لاندي ژوند کوي او زیاتوي چې حکومت باید د دې ستونزې د لمنځه وړلو له پاره ډیري هڅي وکړي.

جاپان چې په ټوله نړۍ کښې د بډایه هیوادونو او خلکو ته د ډیرېيپاملرنې او ملاتړي هیوادونو په کتار کښې شمیرل کیږي، اوسمهال د بې وزلۍ له ستونزې سره لاس او ګریوان هیواد بلل کیږي. په دې هیواد کښې د ماشومانو ترمنځ بې وزلي په ستري ستونزې بدلیږي او پر ماشومانو یې منفي اغیز مخ پر ډیریدو دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف د روان کال په اپریل میاشت کښې داسې رپوټ خپور کړ چې پکښې یې په دې هیواد کښې د ماشومانو د بې وزلۍ له ستونزې څخه پرده پورته کړې وه. په رپوټ کښې راغلي ول چې د نورو صنعتي هیوادونو په پرتله په دې هیواد کښې ماشومان او تنکي ځوانان له ډیرو اساسي اسانتیاوو بې برخې دي.

دغې څیړنې همدا راز د جاپاني ټولني د لږ عاید لرونکو او د منځني عاید لرونکو کورونیو ترمنځ واټن هم تر څیړني لاندي نیولی دی او جاپان یې د ټولو ۴۱ سروې شوو هیوادونو په کتار کښې په اتمه درجه کښې شمیرلی دی.

له هرو شپږو ماشومانو یو بې وزله

په اوسط ډول په جاپان کښې په هرو شپږو کسانو کښې یو ماشوم له بې وزلۍ سره مخامخ دی. له اقتصادي اړخه له ستونزو سره لاس او ګریوان ځوانان د جاپان په ځینو برخو کې لا ډیر تر سترګو کیږي. د روان کال په لومړیو کښې چارواکو داسې شمیرې خپرې کړې چې پکښې د جاپان ۲۹.۹ سلنه ماشومان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

خو په ورته وخت کښې د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې، په دې هکله څو ځله خپله اندیښنه څرګنده کړې او حکومت یې د دې ستونزې د لمنځه وړلو له پاره هڅې پیل کړي دي. خو نادولتي سازمانانونه او رضا کاران وايي چې دغه هڅې ډیري کمې دي او د بې وزله ماشومان شمیر خورا ډیر دی.

د جاپان د بې وزله ماشومانو او د تعلیمي ملاتړ سازمان مشر، یاسوشي اتو په دې هکله وویل: «د نن ورځې د ماشومانو د بې وزلۍ ژوند ته که وګورو نو دا راته معلومیږي چې د تیرو ۲۵ کلونو په پرتله نن په جاپان کښې د ماشومانو ژوند له ستونزو سره ډیر مخ دی.»

بې کاري او زده کړې

د یاسوشي اتو د سازمان شمیرې ښيي چې په دې هیواد کښې ۳.۵ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له ۱۷ کلونو څخه کم دي، په فقر کښې ژوند کوي او د دې ماشومانو د کورنیو کلنی عاید شاوخوا ۲۴ زره او ۵۰۰ یورو ښوول شوی دی.

په ورته وخت کښې د پوهنتونونو فیس هم د پخوا په پرتله ډیر لوړ شوی او دا په دې معنی ده چې بې وزله ماشومان د لوړو زدکړو د ترلاسه کولو ډیر لږ فرصت لري.

په عین حال کښې زرګونه جاپاني زده کوونکي به د اقتصادي ستونزو له امله ونه شي کولای چې خپل ښوونځي او زده کړې پای ته ورسوي. اتو وايي چې په راتلونکي کښې دغو ماشومانو ته به ډیرې اقتصادي ستوزنې راولاړي شي.

نور مطالب: