1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان: د برمته اتباعو د آزادولو هڅې جاري ساتو

۱۳۹۳ بهمن ۴, شنبه

د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې له خوا جاپان ته ټاکل شوی ضرب الاجل د جمعې په ورځ پای ته ورسید خو جاپان وایي چې د خپلو اتباعو د آزادولو هڅې به جاري وستاي. اسلامي دولت د دوو جاپانیانو د آزادولو په بدل کې ۲۰۰ میلیونه ډالر غوښتي.

https://p.dw.com/p/1EQ0K
د اسلامي دولت له خوا د یوه برمته شوي جاپاني مور
د اسلامي دولت له خوا د یوه برمته شوي جاپاني مورانځور: Reuters/T. Hanai

ټاکل شوی ضرب الاجل د جمعې په ورځ پای ته رسیږي، بیله دې چي د يرغمل نيونکو او يا د يرغمل نيول سویو کوم حال معلوم سي. جاپان وايي چي تر وروستۍ شیبې پوري به د خپلو اتباعو د خلاصون له پاره کوښښونه جاري وساتي.

جاپان وايي چي د عراق او سوريې د افراطي اسلامپاله ترهگرې «اسلامي دولت» ډلې له خوا د مرګ د ګواښ سره د مخامخ خپلو اتباعو د خلاصون له پاره به خپلي هلي ځلي جاري وساتي. دې هيواد د شنبې په ورځ (د جنوري په ۲۴مه) وويل چي هيڅکله به هم د «اسلامي دولت» د جنګياليو له خوا يرغمل سوي د خپلو دوو اتباعو په تړاو د خلاصون کوښښونه ونه دروي.

د جاپان د بهرنيو چارو د وزارت معين ياسوهيدې ناکاياما، وويل: «موږ خپله توجه د معلوماتو دقيقوالي ته متمرکزه کړې ده. موږ به هيڅکله هم خپل کوښښونه ونه دروو. موږ به دوی کور ته راولو.»

د جاپان دغه چارواکی د اردون په پلازمېنه عمان کي د هغې جاپانۍ ډلې مشري کوي، چي د يرغمل نيول سویو جاپانيانو د خلاصون له پاره کوښښونه کوي.

ناکاياما په داسي حال کي دا څرګندونې وکړې چي د «اسلامي دولت» له خوا ټاکل سوی ضرب الاجل پای ته رسېدلی دی. دغه وسله والې ډلې د سه شنبې په ورځ يو پيغام خپور کړی وو چې په کې جاپان ته د ۷۲ ساعتو وخت ورکول سوی وو ترڅو دغې ډلي ته ۲۰۰ مليونه ډالره ورکړي.

د جاپان د يرغمل سویو اتباعو په هکله ګومان کيږي چي هغوی به په سوريه کي د وسله والو په قبضه کي وي. د «اسلامي دولت» وسله والو ګواښ کړی وو چي که ورته پيسې تر ټاکلي وخت پوري ونه رسېدې نو د يرغمل نيول سوو جاپانيانو څخه سرونه به پرې کړي. دغه ضرب الاجل د جمعې په ورځ د جاپان په ځايي وخت د شپې په ۲:۵۰ دقيقو تر مخه لا پای ته رسېدلی دی.

هغه جاپانيان چي د «اسلامي دولت» د جنګياليو له خوا يرغمل نيول سوي دي يو يې ۴۷ کلن کېنجي ګوټو نومي يو ژورنالست دی. دويم کس ۴۲ هارونا ياکاوا دی چي خپل شرکت لري. کېجي ګوټو د اکتوبر په مياشت کي د ياکاوا په تلاښ سيمي ته ورغلی وو او هڅه يې کوله چي هغه وژغوري.

د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې د تېر مېلادي کال د اګست مياشتي راهيسي پنځه غربي يرغمل سوي اتباع وژلي دي. دغه ډله چي د سوريې او عراق پر پراخو سيمو باندي کنټرول لري، د لومړي ځل له پاره د جاپاني اتباعو د وژلو ګواښ کوي. دا د هغه وروسته چي د جاپان لومړي وزير شينزو ابې اعلان وکړ چي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کي به د منځني ختيځ سره د ۲۰۰ مليونه ډالرو مرسته وکړي.

لومړي وزير شينزو ابې د جمعې په ورځ د خپل هيواد د ملي امنيت له شورا سره وکتل او د يرغمل نيول سویو جاپاني اتباعو د بحران په هکله يې ورسره سلاح مشوره وکړې. په عيني حال کي د جاپان حکومتي وياند ويلي چي جاپان به د خپلو اتباعو د ژغورنې له پاره خپل پوځ سيمي ته ونه لېږي، ځکه چي د نوموړي په وينا د جاپان اساسي قانون د مقدماتي پوځي بريد اجازه نه ورکوي.

بريتانيې او امريکا متحده ايالاتو د خپلو پاليسيو سره سم جاپان ته مشوره ورکړې ده چي د خپلو اتباعو د خلاصون له پاره دي يرغمل نيونکو ته پيسې نه ورکوي. د جاپان چارواکو هم په مستقيمه توګه تر اوسه خپل دريځ نه دی روښانه کړی چي ايا د اتباعو د خلاصون له پاره د پيسو پر ادا کولو غور کوي که څنګه.

د يرغمل نيول سوي جاپاني ګوټو مور د جمعې په ورځ په يو ډېر احساساتي پيغام کي د هغه د يرغمل نيونکو څخه هيله وکړه، چي زوی يې آزاد کړي. هغې وويل: « زه د اسلامي دولت خلکو ته وايم چي زما زوی ستاسو دښمن نه دی.»

دا چي جاپان د سوريې د بحران د توندېدو وروسته د دغه هيواد څخه خپل ټول دپلوماتان ايستلي ول، نو د يرغمل نيونکو سره تماس نيونه د جاپان له پاره يوه لويه ننګونه ده.

د جاپان ځايي رسنۍ داسي اټکل کوي چي د جاپان لومړی وزير شينزو ابې به د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د خپلو نژدو اړيکو څخه کار واخلي، او د هغه په مرسته به د يرغمل سویو جاپانيانو د خلاصون کوښښ وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب