1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان د جاسوسۍ دوې سپوږمکۍ فضا ته توغولي دي

۱۳۹۱ بهمن ۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17SMN

له شمالي کوريا سره د ترينګلتيا له کبله جاپان د جاسوسۍ دوې سپوږمکۍ فضا ته توغولي دي. د آژانسونو د خبرونو له مخې يوه سپوږمکۍ داسې رادار لري چې شيان د ورېځو له موجوديت سره سره او په توره شپه کې هم موندلای شي. بله سپوږمکۍ يو انځور اخيستونکی ازمايښتي ساټلايت دی چې ۴۰ سانتي متر اوږده شيان هم ليدلای شي. جاپان تر دې دمه څلور د جاسوسۍ سپوږمکۍ لري او غواړي چې شمېر يې ځکه زيات کړي چې د کمونيستي شمالي کوريا څارنه وکړي. د ملګرو ملتونو له خوا د بنديزونو تر سختېدو وروسته پيونګ يانګ د خپلو اټومي وسلو د زياتولو ګواښ کړی وو.