1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان د دفاعي چارو يو وزارت رامنځ ته کړ

۱۳۸۵ دی ۱۹, سه‌شنبه

جاپان د دوهمې نړيوالې جگړې څخه راپه دې خوا په لومړي ځل د دفاعي چارو يو بشپړ وزارت رامنځ ته کړ. دغه وزارت د جاپان د لومړي وزير شينزو ابه غوښتنه وه چې دی د جاپان اول لومړی وزير دی چې تر دوهمې نړيوالې جگړې وروسته زيږېدلی دی.

https://p.dw.com/p/DKFo
د جاپان د دفاعي چارو د نوي وزارت پرانستنه
د جاپان د دفاعي چارو د نوي وزارت پرانستنهانځور: AP
دی ښايي وغواړي د جاپان هغه اساسي قانون ته تغيير ورکړي چې په 1947 م کال کې د امريکا د متحد آيالتونو له لوري راوستل شوی و او په کوم کې چې جاپان يو پاسيفيست هېواد معرفي شوی دی چې له جگړې څخه ډډه کوي. »د ساړه جنگ له پای ته رسېدو راهيسې د جاپان د ملي امنيت وضعې يو ښکاره تغيير خوړلی دی.« دغه څرگندونې ابه د نوي وزارت د پرانستنې پر مهال وکړې چې د دفاعي چارو دغه نوی وزارت به د دفاعي چارو د پخوانۍ ادارې دندې په غاړه اخلي. شينزو ابه د يو ټينگ او يوموټي ملت غوښتونکی دی او وروستيو ټولپوښتنو په جاپان کې جوته کړې ده چې د ده محبوبيت ښايي په کمېدو وي.