1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان د چين دولتي سهمونه رانيسي

۱۳۹۰ اسفند ۲۳, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14Joc

جاپان غواړي چې د لسو مليارډو ډالرو په ارزښت د چين دولتي سهمونه راونیسي. دغه خبره د جاپان د ماليې وزير يون ازومي، ورکړې ده. ازومي ويلي دي چي له دغه کار څخه هدف دا دئ چي د دواړو هيوادو تر منځ تجارتي روابط تقويه سي چي د آسيا بازارونه ثبات پيدا کړي. دا اول وار دئ چي ټوکيو چينايي دولتي سهمونه رانيسي.