1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان د ښځينه فوټبال نړيوال اتل سو

۱۳۹۰ تیر ۲۷, دوشنبه

د جاپان د ښځينه فوټبال ملي لوبډلي په يوه په زړه پوري پايلوبه کي د امریکا د متحده ايالاتو ملي لوبډلي ته ۳:۱په وړاندي ماته ورکړه او نړيواله اتله سوه.

https://p.dw.com/p/11xnL
جاپانۍ لوبډله
جاپانۍ لوبډلهانځور: dapd

تيره شپه د آلمان د فرانکفورت په ښار کي د شاوخوا ۴۹۰۰۰ زره ننداره کونکو په حضورکي دغه دوې لوبډلي ميدان را ووتلې او د ۲۰۱۱ کال د ښځينه فوټبال د نړيوال جام د تر لاسه کولو له پاره يې سيالي پيل کړه.

په لومړۍ نيمايي کي امريکايي لوبډله ډيره پياوړې ښکاريده. هغوی د لومړۍ دقيقې څخه په حملو لاس پوري کړی او په لومړۍ دقيقه يې د گول وهلو ۹۰فيصده چانس درلودی.

Frauen-Fußball-WM Japan USA FINALE Flash-Galerie Alex Morgan Tor
انځور: dapd

جاپانۍ لوبډلي کرار کرار او په ډيره سړه سينه بازي کوله. خو دې کار امريکايي لوبډلي ته نوره هم زړه ورتيا ورکوله. د لوبي لومړۍ نيمايي بېله گول وهلو پای ته ورسيده.

په دوهمه نيمايي کي امریکايي لوبغاړي بياهم ډيري پياوړي ښکاريدې او داسي احساس کيدی چي درې څلور گوله به ووهي. هغه و چي د لوبي په ۶۹ دقيقه کي امريکايي لوبغاړي، مورگن تر يو نرم پاس وروسته ډير ښکلی گول وواهه او لوبه ۱:۰په وړاندي د امریکا په گټه روانه ول.

وروسته جاپانيانو لکه د مخه په سړه سينه بازي کوله او ډيري لږ حملې يې کولې. خو د لوبي په ۸۱ دقيقه کي د امريکايي لوبډلي د بيگ تريوې کوچنۍ غلطۍ وروسته توپ گول ته ننوتی او لوبه ۱:۱ مساوي سوه.

Frauen-Fußball-WM Japan USA FINALE Flash-Galerie Aya Miyama Tor
انځور: dapd

د لوبي قانوني ۹۰ دقيقې وخت مساوي پای ته ورسيدی. په نيم ساعت اضافي وخت کي امریکايي لوبغاړي وامبخ په دغو نړيوالو سياليو کي خپل څلورم گول ولگوی، او لوبه ۲:۱ په وړاندي د امريکا په گټه روانه ول.

لوبه دقريباً خلاصه ول، يوه دقيقه پاته ول چي امريکا په دريم وار د ښځينه فوټبال نړيواله اتله سي، خو بخت ياري ورسره و نه کړه او تر يوه کارنر وروسته د جاپان لوبډلي سرټيمي و کولای سوای چي توپ د پښې په بغل وهلو سره گول ته ور دننه کړي.

لوبه بيا هم مساوي سوه او وخت د يوولس ميترو را ورسيدی چي هره لوبډله به پنځه پنځه يوولس ميتري شوټوي.

Frauen-Fußball-WM Japan USA FINALE JAPAN WELTMEISTER no flash
انځور: dapd

په يوولس ميتره کي امريکايي لوبغاړي په څلور کي يوازي يوه وتوانيده چي يو گول ووهي او جاپانيان برعکس په څلور کي يوه و نه توانيده چي گول ووهي په دې سره لوبه درې د يو په وړاندي د جاپان په گټه پای ته ورسيده او په لومړي ځل جاپان د ښځينه فوټبال نړيوال اتل سو.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم