1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان غواړي د شمالي کوريا پر وړاندي دفاعي سيستم پياړی کړي

۱۳۹۶ آذر ۲۸, سه‌شنبه

توکیو منلې ده چې د شمالي کوریا د توغنديو د تهدیدونو پر وړاندي په پام کې لري چې له امریکا د توغنديو دفاعي سیستم واخلي. په ورته وخت کې ځينو جاپانیانو اندیښنه څرګنده کړې چې په دې کار سره به جاپان یوه بل ناورین ته ننوځي.

https://p.dw.com/p/2peHH
Japan Tokio Boden-Luft Rakete PAC-3
انځور: picture alliance/AP/E. Hoshiko

د جاپان حکومت د سه شنبې په ورځ تایید کړه چې د «آګیس آشیور» سیتسم چې د توغندیو د دفاع یو امریکايي سیستم دي، غواړي چې خپل د بالستیک دفاعي سیستم د شمالي کوریا د پوځي تکنالوژئ پروړاندي پياوړی کړي.

د جاپان حکومت له خوا خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې «د شمالي کوریا اټومي او د توغندیو پراخول د جاپان کورني امنیت ته یو لوی خطر دی.» اعلامیه همدا راز زیاتوي: «موږ دې ته اړتیا لرو چې په زیاته اندازه خپل د توغندیو د دفاعي سیستم ظرفیت لوړ کړو ترڅو په دوامداره او باثباته توګه جاپان وساتل شي».

د روان کال په نوامبر میاشت کې شمالي کوریا د جاپان سمندر لوري ته یو۴۰۰۰ کیلومتره واټن وهونکی نوی بالستیک توغندی و ازمویه چې د جاپان په سمندر کې د دې هیواد د توغندیو له دفاعي سیستم څخه یې ظرفیت لوړ وو.

د ځان دفاع که جګړې ته لمن وهل؟

په داسې حال کې چې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د دغه هیواد له لوري په جګړه کې د ښکیلیدو پر وړاندې مخالفتونه شوي، اوس زیاتره جاپانیان له دې امله اندیښمن دي چې په آرام سمندر کې د جاپان په سیاستونو کې بدلون به دغه هیواد یوه بل نړیوال ناورین ته ورسوي.

له دې سره د لومړي وزیر شینزو آبی په مشرئ د جاپان حکومت استدلال کړی چې په پوځي برخه کې فعال اوسیدل په داسې وخت چې د شمالي کوریا له لوري تهدید زیات شوی او په نړۍ کې د یوه قدرت په توګه د چین د مخ پر ودې پر موضوع سربیره به له سولې سره مرسته وکړي.

د جاپان حکومت د کابینې له غونډې وروسته د دفاع وزیر ایتسونوری اونو دیرا هڅه کړې چې د شته اندیښنو په برخه کې وضاحت ورکړي، او ویې ویل چې د هیواد د دفاعي سیستم له پیاوړي کولو څخه یوازي هدف د پیونګ یانګ د برید پروړاندې د جاپان د پیاوړي کولو په معنی دی.

اونو دیرا په دې هکله وویل چې: «د شمالي کوریا د اټومي توغنديو پراختیا جاپان ته يو نوی تهدید دی، او لکه څرنګه چې موږ پخوا دا کار کړی ړی، د خپلو توغنیدو د دفاعي سیستم په پرمختګ سره به [ځانونه] د خپلې دفاع په برخه کې ډاډه کړو».

Dpa, Reuters, APF(W.F/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: