1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان غواړي په څارویو کې د انسان د بدن غړي تولید کړي

۱۳۹۸ مرداد ۹, چهارشنبه

جاپانی ساینسپوه هیرومیتسو ناکاوشي غواړي لومړی په موږکانو کې انساني حجرات ځای پر ځای کړي او بیا دغه حجرات نورو څارویو ته انتقال کړي. دا به لومړی جاپانۍ وي چې یو داسې ژوندی حیوان رامنځ ته شي چې د انسان د بدن غړي ولري.

https://p.dw.com/p/3N4Xl
Ratten-Embryo Symbolbild
انځور: picture-alliance/Mary Evans Picture Library

جاپان په څارویو کې د انسان د بدن د غړو د تولید اجازه ورکړې او اوس د هیرمیتسو ناکاوشي په نامه یو جاپانی ساینسپوه غواړي چې په موږکانو کې انساني حجرات وکاروي او په راتلونکې کې ترې د انسان د بدن د غړو د تولید په برخه کې کار واخلي.

جاپان په دې توګه په نړۍ کې لومړی هیواد دی چې د انسان د بدن د غړو لرونکي حیواناتو تولید ته اجازه ورکوي. د دې کار موخه دا ده څو په راتلونکې کې حیوانات د انسان د بدن غړي  تولید کړي.

د نیچر په نامه اونیزې مجلې د رپوټ پر اساس د جاپان د ساینس وزارت د توکیو پوهنتون هغه وړاندیز ته مثبت ځواب ویلی دی چې له مخې یې د هیرمیتسو ناکاوشي په نامه د دغه پوهنتون یو څیړونکی غواړي په موږکانو، مږو او خوګانو کې انساني حجرات تولید او بیا دغه حجرات په نورو څارویو کې پیوند کړي.

ناکاوشي هیله من دی چې په راتلونکې کې به داسې حیوانات جوړ کړي چې د انسان د بدن بشپړ غړي ولري او د دې امکان هم ولري چې دغه غړي انسانانو ته پیوند شي.

د جاپان حکومت په یوه تازه اقدام سره تر۱۴ ورځو وروسته د انساني-حیواني ګډ جنین پر پراختيا باندې پخوانی بندیز لیري کړ. تر دې وړاندې د جاپان حکومت نورو څارویو ته په څارویو کې د جوړ شوي جنین او د دوی د بدن د غړو پر پیوند کولو بندیز وضع لگولی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په نورو هیوادونو کې لا هم په څارویو کې انساني حجرات تولیدیږي، خو دغه پروسه تر دې وړاندې هیڅکله هم نه وه تکمیل شوې.

Alexander Pearson /KH-NZ