1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان ـ يو روبوت به د معبد مخکښ راهب وي

۱۳۹۸ مرداد ۲۳, چهارشنبه

په بودايي دين کي د زیاتو جاپانيانو لېوالتیا کمه سوې ده. اوس د دغه دين جاپاني راهبان غواړي د يو روبوت کاهن په مرسته خلک جلب کړي.

https://p.dw.com/p/3Nt0H
Japan Kyoto | Android Roboter im Kodaiji Tempel
انځور: Getty Images/AFP/C. Triballeau

په جاپان کي د يوه ۴۰۰ کالو زوړ بودايي عبادتځای مسؤلين غواړي چي د يو نوي ابتکار له لارې دغه عبادتځای ته د خلکو زياته توجه واړوي. هغوی په دغه عبادتځای کي انسان ته ورته يو روبوت يا اندرويد ايښي دی چي په وينا يې هغه سر راهب يا کاهن دی او د عبادت پر مهال لارښوونه او په اصطلاح امامت کوي. خو د عبادتځای پر دغه اقدام نيوکي هم سوي دي چي ګواکي د »فرانکنشتاين بلا« يې جوړه کړې ده.

دغه اندرويد روبوت ته د بودايي دين د »مهربانۍ د رب النوع« نوم »ميندار« ورکول سوی او د کيوټو ښار په »کودايجي« معبد کي ايښودل سوی دی. د دغه روبوت راهب انساني همکاران په دې نظر دي چي دغه اندرويد روبوت چي مصنوعي ځيرکتيا لري، يو وخت به يې علم »لامحدود« سي. د دغه عبادتځای څخه يو راهب تېنشو ګوتو د فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي »دغه روبوت به هيڅکله مړ نه سي او پخپله به ځان اپدېت کوي او پرمختګ به کوي.«

د تېنشو ګوتو په وينا د روبوت راهب يوه بله ښېګڼه دا ده چي »په لامحدوده توګه معلومات ثبتولای سي.«

تېنشو ګوتو هيله څرګندوي چي دغه روبوت راهب به د وخت په تېرېدو سره د خپلې مصنوعي ځيرکتيا په برکت لا زیات معلومات خپل کړي او »له انسانانو سره به د ستونزو په هواري کي مرسته وکولای سي. هغه به بودايي دين ته تغير ورکړي.«

دغه روبوت چي د يو بالغ انسان په شکل دی، د روان ۲۰۱۹ م کال په پېل کي په ياد عبادتځای کي ځای پر ځای کړل سو. دغه روبوت د انسان مخ ته ورته څهره لري، لاسونو او سر ته حرکت ورکولای سي.

د دغه روبوت لاسونه او مخ له سليکون څخه جوړ سوي دي خو د سر په شمول يې د جسد اکثره برخې معلوميږي چي ماشيني دي. دغه روبوت داسي طرحه سوی چي جنسيت نه لري.

دغه روبوت د زېن عبادتځای او د اوساکا پوهنتون د مشهور روبوتيک پروفيسور هيروشي ايشيګورو په همکارۍ طرحه او جوړ سوی دی. دغه روبوت نژدې يو ميليون امريکايي ډالره ارزښت لري.

دغه روبوت راهب د حسد، غوسې او ځانغوښتنې د ګواښونو په هکله معلومات ورکوي او وايي: »تاسو ځانونه پر حاسد خپل ځان باندي سپارلي دي.« هغه په خپل وعظ کي زياتوي: »دنياوي خواهشات لرل داسي دي لکه څوک چي په سمندر کي خپل عقل ورک کړي.«
 

د بودايي دين پېرويان هيله لري چي د دغه روبوت په مرسته به په زیاته ځوان جاپانيان دې ته راجلب کړلای سي چي له بودايي دين سره اړيکه او مينه پيدا کړي. د پروژې مسؤلين وايي چي د »ميندار« د جوړولو مقصد يې هيڅکله هم دا نه ؤ چي ګواکي دغې سيمي ته د سېلانيانو سفرونه زيات کړي.

»ميندار« نومي روبوت د بودايي دين له مقدسو منابعو څخه په جاپاني، چينايي او انګرېزي ژبه اقتباسات او وعظ کوي.

و دغه عبادتځای ته راتلونکی يو عبادت کوونکی نيوکه کوي چي د روبوت تاثر تخنيکي او ماشيني دی او د عبادت پر وخت څوک هميشه دغه حقيقت په فکر کي لري او له دې کبله »ځان ښه نه احساسوي«.

AFPE/A.W.A./N.Z.