1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان نور د هند په سمندر کي د ناټو او امريکايي ځواکونو سره لوژيستيکي مرستي نه کوي

۱۳۸۸ دی ۲۵, جمعه

نن د جاپان د دفاع د وزارت په يوه رپوټ کي ويل سوي دي، چي د هند په سمندر کي کومي جاپاني بيړۍ او پرسونل، چي تر اوسه ددغه ماموریت لپاره ګمارل شوی و، ددوی ماموریت پای ته رسیدلی او د وروستي ځل د پاره نن يوه بيړۍ ټانک سوې...

https://p.dw.com/p/LWZq
د جاپان نوي لومړي وزير هاتو يا ما ددې ژمنه کړې، چي په راتلونکي کي به له افغانستان سره زیاتي پرمختيايي مرستي وکړي، او د افغانستان لپاره به ددغه هيواد مرستي پنځو ملیاردو امريکايي ډالرو ته ورسيږي.
د جاپان نوي لومړي وزير هاتو يا ما ددې ژمنه کړې، چي په راتلونکي کي به له افغانستان سره زیاتي پرمختيايي مرستي وکړي، او د افغانستان لپاره به ددغه هيواد مرستي پنځو ملیاردو امريکايي ډالرو ته ورسيږي.انځور: AP

د جاپان سمندري ځواکونه نور په افغانستان کي د نړیوالو پوځي ځواکونو د عملیاتو ملاتړ نه کوي. دغه خبر د جمعي په ورځ فرانس پريس آژانس د جاپان ددفاع د وزير Toshimi Kitazawa د خولې څخه خپور کړی دی.

د هغي ورځۍ راهيسي چي د جاپان دنوي حکومت مشرYukio Hatoyama په دغه هیواد کي د چارو واګي په لاس کي اخیستي، د تير کال د سپتمبر په میاشت کي يې دا خبره کړې وه، چي نور به نه د ناټو او نه د امريکا د متحده ایالتونو دهغه ځواکونو سره چي په افغانستان کي عملیات سرته رسوي لوژيستیکي مر ستي وکړي.

خو د جاپان نوي لومړي وزير هاتو يا ما ددې ژمنه کړې، چي په راتلونکي کي به له افغانستان سره زیاتي پرمختيايي مرستي وکړي، او د افغانستان لپاره به ددغه هيواد مرستي پنځو ملیاردو امريکايي ډالرو ته ورسيږي.

جاپاني بيړيو د 2001 ميلادي کال راهيسي امریکايي او د ناټو هغه نورو هیواد ونو بيړيو ته، چي د هند په سمندر کي اوبه او دسون مواد رسول، چي په هغه کي افغانستان ته دپوځي عملیاتو دپرمخ بيولو دپاره اکمالات رسول.

د جاپان پخواني حکومت څوڅو واري دغه تړون د امریکایانو او ناټو د نورو هیوادونوسره تمديد کړی و خو د جاپان نوي حکومت له دې کاره څخه ډډه کړې.

د جاپان د نوي حکومت دغه اقدام دهغه اقداماتو يوه برخه بلل کیږي،چي غواړي په راتلونکي کي د امریکایانو سره دمساوي حقوقو پر بنسټ اړیکي وپالي.

د جاپان نوی حکومت غواړي،چي د هند په سمندر کي د ناټو او امریکايي بيړیو سره د لوژيستکي مرستو پر ځای د افغانستان لپاره خپل پرمختیايي مرستي زياتي کړي او د افغانستان د پوليسوپه روزنه کي له دغه هیواده سره مرستي وکړي.

جاپان همدا اوس د افغانستان دپوليسو، چي شمېر يي 80000 ته رسیږي نیمايي تنخواي منلي دي،او دې کار ته يې هم خپل چمتوالي ښودلی،چي د هغه طالبانو په روزنه کي مرسته وکړي، چی غواړي د جګړې څخه لاس واخلي.

AFP/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل