1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمنيان له بېلاروس څخه د کډوالو منلو په سر وېشلي دي

۱۴۰۰ آذر ۶, شنبه

جرمنيان په دې اړه سره وېشلي دي چې آيا د افغانانو په ګډون هغه کډوال ومني او که نه چې د بېلاروس او اروپايي ټولنې په پوله کې بند پاتې دي. تر ډېره انګېرنه دا ده چې دغه کړکېچ د مينسک له خوا رامنځ ته کړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/43Z66
Belarus Migranten im Grenzgebiet zu Polen
انځور: Leonid Shcheglov/ITAR-TASS/imago images

د بېلاروس او اروپايي ټولنې په پوله کې د بند پاته شوو مهاجرو په منځ کې افغانان هم شامل دي. 

په داسې حال کې چې کډوال د اروپا د بهرنۍ پولې په اوږدو کې سره راټوليږي او غواړي اروپايي اتحاديې ته ورداخل شي چې له کبله یې د پولنډ او بېلاروس تر منځ ترينګلتيا د اوونيو راهيسې ډیره شوې. اروپايي ټولنې د بېلاروس پر ولسمشر، الکساندر لوکاشېنګو تور لګولی دی چې بېلاروس ته د کډوالو ورتللو ته اجازه ورکوي او بيا د کډوالو د يوه بل کړکېچ د رامنځ ته کولو هڅه کوي. دغه کار د اروپايي ټولنې د هغو بنديزونو له کبله بلل کيږي چې د هغه پر حکومت لګول شوي دي. لوکاشېنکو دغه تورونه رد کړي دي.

ډېری هغه کسان چې اوس د بېلاروس او پولنډ د پولې په اوږدو کې بند پاتې دي، له عراق، يمن، سوريې، افغانستان يا ايران څخه دي چې ډېری يې ورڅخه جرمني ته د رسېدو هيله لري. د اوړي راهيسې همدا راز د هغو غیرقانوني کډوالو شمېر خورا ډېر شوی دی چې له پولنډ څخه جرمني ته تېريږي. په دې ترڅ کې د پولې په اوږدو کې يو بشري ناورين د رامنځ ته کېدو په حال کې دی ځکه چې په غير رسمي کمپونو کې مېشت کډوال له ډېرې سړې هوا څخه کړيږي.

د يوګاف سازمان د يوې سروې له مخې څه نا څه ۴۵ سلنه جرمنيان د ځينو دغو کډوالو له راپرېښودلو سره مخالفت ښيي په داسې حال کې چې د پناه غوښتنې يې تر ارزونې لاندې وي. نهه سلنه نور د سروې ځواب ورکوونکي د دې پلوي کوي چې کډوال جرمني ته د پناه ورکولو په موخه راپرېښودل شي. يوګاف د نومبر له ۱۹م تر ۲۳مې پورې له ۲۱۶۷ کسانو څخه پوښتنې او يوه سروې تر سره کړې وه.