1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني : افغانستان بايد داداري فساد سره جدي مبارزه وکي

۱۳۸۹ آبان ۷, جمعه

د يوې ورځپاڼي د رپوټ پر اساس د جرمني حکومت غواړي پر افغانستان باندي خپل فشار ډېر کي ،تر څو د اداري فساد پر ضدلا کلکه مبارزه وسي

https://p.dw.com/p/Ps6g
د جرمني خارجه وزير ګيدو وېسترويله
د جرمني خارجه وزير ګيدو وېسترويلهانځور: AP

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وېسترويله د«برلينر څايټونګ»په نامه ورځپاڼي ته وويل، چي افغانستان د يو مهم بدلون په درشل کې قرار لري .

په لزبون کښي د ناټو د سرمشريزي پر مهال (په نوامبر کښي )به نړيواله ټولنه د افغانستان حکومت ته د مسووليت سپارل پيل کړي . ځکه نو د وېستروېله په وينا تر ټولو مهمه خبره دا ده چې افغانان په ټينګ هوډ سره د اداري فساد او اختلاس پر ضد مبارزه وکي .

لکه څنګه چې ورځپاڼه د خارجه د وزارت د کارکونکو په استناد کاږي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول ته به نن جمعه په برلين کښي په واضح ډول وويل سي چه د جرمني حکومت په دغه برخه کې د افغانستان د حکومت پوره هلو ځلو او همکاری ته سترګي په لار دی . د افغانستان خارجه وزير زلمی رسول نن د جمعې په ورځ په جرمني کښي دی .

د افغانستان د لندن او کابل تر کانفرانسونو وروسته یو څه ښه والی راغلی دی، خو اوس هم لا ډير کار پاته دی .

د جرمني حکومت د رواني اونۍ په منځ کې د حامد کرزي حکومت ته لس ملیونه یورو د هغه پروګرام لپاره ورکړه چي د طالبانو څخه د جلاسوو ډلو دپاره پرې ددوی د راتلونکي په خاطر د کار او ژوند لاري برابري کړي .

پر 19 او 20 د نومبر په لزبن کښي د ناټو په سرمشریزه کي ښایي په افغانستان کي افغاني ځواکونو ته دامنیتي مسؤلیت د سپارلو په خاطر یو چوکاټ او تګلاره تیاره سي ، چي په هغه به د راتلونکي عیسوي کال د پیل څخه شروع وسي ، او د 2014 کاله پوري به دا پروسه بشپړه شي .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د امریکا د متحده ایالاتو څخه غوښتنه کړې چي په افغانستان کي دي د ملکي وګړو د وژني مخنیوی وکړي .

زلمي رسول د « Frankfurter Allgemeinen Zeitung » ورځپاڼي ته وویل « که ستراتيژي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وي او افغانان د هغوی څخه وژغورل سي نو دا ډير ښه کار دی » ، خو که چیري د ستراتیژۍ هدف د خلکو ساتنه نه وي ،نو دا بیا داسي يوکار دی چي تر ګټي یې تاوان ډير دی .

د ایران لخوا د افغانستان حکومت ته د پیسو د انتقال په اړه زلمي رسول وویل چي دا یو شفاف عمل وو. هغه اضافه کړه چي ایران د افغانستان یو مهم ګاونډی دی ،او د طالبانو تر سقوط وروسته دواړه هیوادونه ښې اړیکي سره لري .

آژانسونه

کتونکی : محمد قاسم نوري