1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني افغانستان ته نور عسکر ليږي

۱۳۸۶ دی ۲۷, پنجشنبه

د جرمني پوځ دې ته تياری نيسي چي د افغانستان شمال ته ، د جنګي سرتيرو يوه ټولۍ وليږي ...

https://p.dw.com/p/DK7L
په افغانستان کي يوجرمنی عسکر
په افغانستان کي يوجرمنی عسکرانځور: AP

لکه څنګه چي د دفاع وزارت په برلين کي اعلام وکۍ ، دوی اوس د ناټو پر دغسي يوې غوښتني باندي غور کوي .هغه بايد 250

سرتيري وي او د ناروېژي عسکرو ځای ونیسي ، چي د دغه کال په جريان کي د افغانستان څخه وزي . په دغه باب به آخري تصميم د جنورۍ تر پايه پوري صورت ونيسي. د الماني پوځ د اتحاديې مشر بیرن هارد ګيرتس باور لري ،چي دا کار به وسي، او بيا به په افغانستان کی ، په نظامي عملياتو کی د الماني سرتيرو ورشاملېدل هم ممکن سي . پدې وسيله به د جرمني پوځ په افغانستان کي د خپلو مرستو په لړ کي په وظايفو کي نوی والی راولي . تر اوسه پوري د مزار شريف په ښار کي يوازي د امنيت او ثبات ساتلو قواوي موجودي وې ، او نه جنګي قواوي . د هغو فرق د هغوی په تجهيزاتو ، تربيې او وظايفو سره کيږي .