1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني او هسپانيه افغانستان ته نور عسکر او درنې وسلې ليږي

۱۳۸۸ خرداد ۲۸, پنجشنبه

هسپانيې اعلان کړی چي افغانستان ته به نور 532 تنه سرتيري وليږي او آلمان بيا د زره پوشو تراسپورټي وسيلو او د جنګي څرخي الوتکو د ليږلو څخه خبري کړی...

https://p.dw.com/p/IScD
په افغانستان کي به آلماني عسکرو ته د Igel په نامه زره پوش ترانسپورټي وسيلي هم ورکړل سي
په افغانستان کي به آلماني عسکرو ته د Igel په نامه زره پوش ترانسپورټي وسيلي هم ورکړل سيانځور: picture-alliance/ dpa

د رسنيو د معلوماتو له مخې، د آلمان پوځ غواړي، له طالبانو سره د سختو نښتو په نظر کې نيولو سره، د خپلو درندو وسلو د په کارولو په هکله نوې لار غوره کړي. آلمانۍ ورځپاڼه Handelsblatt نن پنجشنبه ليکي، چې د تفتيش رئيس د آلمان په پارلمان کې د دفاعي چارو د جرگه گۍ يوې غونډې ته وويل، نورو په ډله کې به د مارډر Marder په نامه شوبلو څخه هم کار اخيستل کيږي.

همدا شان به د دوی عکسرو ته د ايگل Igel په نامه زره پوش او هم د Dingo او Fuchs په نامه ټرانسپورټي وسيلې ورکول کيږي.

سوسيال دموکراتانو د افغانستان شمال کې د آلماني ځواکونو په چوکاټ کې د جنگي څرخي الوتکو د گمارنې غوښتنه هم کړېده.

بله خوابيا به د هسپانيې د دفاع وزارت اعلان کړی دی چي په افغانستان کي د ټاکنو د خوندي تر سره کيدو له پاره 532 تنه نور سرتيري افغانستان ته وليږي. په پام کي ده چي دغه عسکر به د ټاکنو او د هوايي ډګرونو په ساتلو کي په دندو وګومارل سي او تر ټاکنو يوه مياشت وروسته به بيرته خپل هيواد ته ستانه سي.

مطبوعات/ زيارمل