1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني به دافغانستان په بيا جوړولو کي د خپل وس سره سم هرڅه وکړي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۱, دوشنبه

لمړۍ وزيري انګيلا مرکل دافغانستان له جمهوررييس حامد کرزي سره په برلين کي تر خبرو وروسته څرګنده کړيده چي د المان اتحادي جمهوريت غواړي ...

https://p.dw.com/p/HnpR
دافغانستان جمهوررييس حامد کرزی پرون په برلين کښي د جرمني د صدراعظمي انګيلا ميرکل سره د ليدني کتني پر وخت
دافغانستان جمهوررييس حامد کرزی پرون په برلين کښي د جرمني د صدراعظمي انګيلا ميرکل سره د ليدني کتني پر وختانځور: AP

په افغانستان کي دپوليسو اودپوځ دروزلو په ساحه کي لازيادتره فعال شي . دې وويل ، « زما په عقيده بايده دي پدې باندي سترګي پټي نسي چي مونږ پدې وروستيو مياشتو او کالوکي پدغو ساحوکي ډير پرمختګونه کړيدي . سړی بايده دي دا وويني چي په کابل کي دافغانستان امنيتي ځواکونه زيادتره مسوليت پر غاړه لري . داښکاره ده چي آيساف بايده دي په شا صحنه کي تل هلته وي، خودا داسي وضعه ده چي دوه کاله پخوا مودهغه هيڅ تصور نسوای کولای . »

مګر دافغانستان دامنيتي ځواکونو يوازي په سلوکي لسو کسو مناسبه روزنه ليدلې ده . دا بيا وايي ،

«زمونږ په مخکي يوه اوږده لار پرته ده . پر هغې باندي دتګ لپاره بايده دي ژر له هغه څه نه چي تراوسه وه، بهتره شو . موږ غواړو او اراده لرو چي بهتره کاروکړو. ددي لپاره بايده دي شرايط برابر سي ، ځکه چي موږ پر ښه اوسمه لار روان يو ، خو دا لار سخته لاره ده ،او زه نه غواړم چي وضعه له هغه څخه چي ده، بهتره وښيم .»

ميرکل زياته کړيده چي دافغانستان په بيا رغونه کي لا ډير کمبودونه موجود دي . خو په عين وخت کي سړی هغه برياليتوبونه چي په دغه برخه کي ترلاسه شويدي، هم ليدلی سي . مرکل اضافه کوي چي ،« مونږ په افغانستان کي هم رڼا اوهم تياره لرو . هلته دپاملرني وړ بری ترلاسه شوی چي بايده دي هير يې نکړو . چي دهغو په جمله کي 6 مليونه دښونځۍ ماشومان شامل دي چي، ډيری يې نجوني دي . زه کله چي دافغانستان شمال ته تللې وم ،ځان مي پدغه خبره متيقن کړۍ . »

ميرکل دکرزي د هغه ډاډ ورکوني څخه رضايت ښکاره کړی چي، دشيعه مذهبو دشخصي احوال دلانجمن قانون په برخه کي به چي ښځي د خپلو ميړونوسره په منظم ډول دجنسي عمل په ترسره کولوباندي مکلفوي ،تغير راوستل سي . کرزي ويلي دي چي دبدلون دراوستلو په اړه وړاندييزونه دافغانستان پارلمان ته شويدي .

کرزي له مرکل څخه افغانستان ته دمرستو دورکولو له امله مننه څرګنده کړه . او ويې ويل ،« زه دټولو هغو مرستو له کبله چي جرمني افغانستان ته پدې وروستيو 7 کالوکي دافغاني پوليسو اوپوځ دبيا رغوني او دافغانستان دپرمختګ لپاره، دروغتيا ، دزده کړي، اوپه اداري ساحه کي زمونږدملاتړ دپاره کړيدي ،دافغانستان دولس مننه او خوښنه څرګندوم . زه لدې څخه مننه کوم چي تاسي د خپلو عسکرو اودخپل هيواد دماليه ورکونکو له پيسو سره دافغانستان دخلکو دراتلونکي د امکاناتود بهترولو لپاره هلته ياستۍ . »

چيري چي دايساف دپوځ قومانداني د جرمنيانو پر غاړه ده، دافغانستان حکومت دنورو ولايتونو په پرتله، زيادتره حضور ښودلی سي . دافغانستان جمهورريس دالمان دخاص پوځ د هغو عملياتوڅخه خوښي څرګنده کړه ،چي په ترڅ کي يې تيره اونۍ يو شکمن ترهګر ونيول سو . خو ده پدې هکله چي نوموړی سړی يو دولتي لوی مامور وو، څه ونه ويل .

ميرکل او کرزي دواړو دپاکستان دډيري ناوړي وضعي له امله انديښنه وښودله، چيري چي طالبان دپرمختګ په حال کي دي، اودسوات په دره کي دجګړو له امله ډير زيات خلک له هغه ځايه تښتيدلو ته اړ شويدي .

مارکس/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري