1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني به په راتلونکي کي هم يو ستر صادراتي هيواد پاته سي

۱۳۸۸ شهریور ۱۸, چهارشنبه

په المان کي دتوليد شويو شيانو څه ناڅه نيمايي برخه بهرنيو هيوادونو ته صاد ريږي.د المان داقتصادي انستيتوت د وینا له مخي چي ناست ځي يي په کلن کي دي، دابه په راتلونکي کي هم همداسي وي...

https://p.dw.com/p/JYsC
په صادراتوکي ډيروالي ددي لپاره هم راغلي دي چي دکار ګرو مزد په معتدل دول جګ شویدي
په صادراتوکي ډيروالي ددي لپاره هم راغلي دي چي دکار ګرو مزد په معتدل دول جګ شویديانځور: AP

اقتصادي بحران په المان کي دبیرته تګ تقاضانکوي، ځکه چي المان داقتصادي بيا غوړيدني لپاره ښه شرايط لري .دکلن داقتصادي انستيتوت مشر ميشاييل هيوتر وايي تقريبا په ټوله نړۍ کي لاتراوسه دنوري پانګي داچولو ضرورت ليدل کيږي .دي زیاتوي :

اوس دنړۍ په ډيرو هيوادونوکي داسی وضعه حاکمه ده چي سپما دپانګيد اچولو په پرتله زيادتره ده . په تيره بيا په نژدي ختيځ، دخپلواکو هيوادونو دټولني په هيوادونو، اوپه اسياکي.

په راتلونکو لسو کالوکي به دنړۍ دوګړو شمير لازیات شي .دازیاتوالي به په تيره بيا دصنعتي کيدو په درشل کي ولاړو هيوادونواوپه ښارونوکي راشی .اوتر ۲۰۵۰ کاله پوری به دري چنده زیادتره زاړه خلک په دينيا کي وي.هيوتر وايي چي المان ددغه تمایل لپاره ښه چمتو والي لري .دي زياتوي :

داټولي تقاضاوي دي چي داقتصادي بنسټيزو ، دزده کړي په ساحه کي دپانګي اچوني ، اودروغتيايي چارو او بیو لوژيکي ساحي له تخنيک او په صحي وسايلوباندي له سنبالتيا له لاري ترسره کيداي شي . داټول هغه څه دي چي دالمان داقتصاد دتوليداتوله لويي ساحي سره سمون لري اوپدي وروستيو کلونوکي هم له هغو څخه په برياليتوب سره کار اخيستل شويدي.

ميشاييل هيوتر وايي دطبعي منابعو دورځ په ورځ کميدو، اوداقليم دبدلون لپاره هم دالمان اقتصاد په نوي پوهي چي دبيا نوي کيدونکي انرژۍ دقوي دتوليد د دستګاو او د په حرکت راوستلو په دستګاووکي ګټه تری اخيستل کيږي، دنورو هيوادونو په پرتله ښه سنبال دي .همدغه ډول نور لاملونه چي صادراتوته دالمان دزیات تمايل په خلاف ويل کيږي کوم اساس نلري دمثال په توګهويل کيږيچي:

په صادراتوکي ډيروالي ددي لپاره هم راغلي دي چي دکار ګرو مزد په معتدل دول جګ شویدي . دا له یوي خوا په المان کي دبيو دسيالۍ دتوان دډيريدو سبب شو. خو له بلي خوايي استهلاک ته تقاضا کمه کړه .

خو داخبره سمه نده بلکه برخلاف دتوليداتو په هغو ساحو کي چي بهرنيو هيوادونوته صادريږي، په پرتله دول مزدونه ډير زر جګ شويدي . که څه هم په مجموعي توګه په المان کي مزدونه په معتدل ډول لوړ شويدي، خو دهغه په مقابل کي دکار ډير ځايونه منځته راغلي، اوپه دي ډول دشیانو داخيستو توان ډير شويدي .

خو دالمان لپاره وضعه هغه وخت ستونزمنه کيداي شي چی دجاپان په شان چي په نوييمو کلونوکي ديفلاسيون پکي راغلي وو،دتادياتو وسايل محدود، اودپيسو دارزښت لوړول سخت نشی. اودخلکو دشيانو داخيستو قوه راښکته نشی.هلته دشيانو بيی په دوامدار دول راټيټي شوي او اقتصاد يي فلج کړ.

دداسي حالت منځته راتلل دلته هم . که پانګي اچونکي داقتصاد دهوسايي دپيل کيدو پدي دوره کي له بانکونو څخه پورونه ترلاسه نشي کړاي،ممکن دي . همدغه ډول دانړيوال تمايلات چي دخپل هيواد بازارونه دبهرنيو هيوادونو له سياليو څخه ساتي هم دالمان لپاره خطرناکه ثابتيداي شی . ددي دواړو ربړو په صورت کي بايده دي سياست چلونکي په موقع دهغه په وړاندي اقدام وکړي .

Dobrodinsky, Anja/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل