1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني ته راغلي مهاجري له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟

۱۳۹۶ فروردین ۱, سه‌شنبه

له افغانستان، عراق او سوريې څخه جرمني ته راغلي مهاجري په خپلو سرپناوو کي د اوسېدو له خرابو شرايطو څخه شکايت کوي. د دوی ډېری له ۱۷ تر ۳۹ کلني دي.

https://p.dw.com/p/2Zdij
Projekt Digital Empowerment für afghanische Flüchtlinge
انځور: Getty Images/S. Gallup

دا خبره د پوهنتوني کلینیک شاریتې(Charite) د هغي تحقیقاتي پروژې نتیجه ده چي د سه شنبه په ورځ (د مارچ میاشتي ۲۱ نیټه) په برلین کي وړاندي سوه. د ادغام په برخه کي د جرمني د حکومت مسؤلي «ایدان اوزوگوس » وویل چي دغه رپوټ د مهاجرو ښځو د ژوندانه په باب لومړۍ رڼا اچوي او دا بیانوي چي په کوم ځای کي او چیري د ادغام له امکاناتو څخه ښه استفاده کیدلای سي.

د دغه رپوټ په جوړولو کي په پنځو ښارو او سیمو کي ۶۳۹ تنې هغه ښځي پوښتل سوي دي، چي په کمپونو کي ژوند کوي. په دې ترځ کي د هغوی د تیښتي د علتونو او په خپلو هيوادونو او جرمني کي د ژوندانه د شرایطو په هکله پوښتني سوي دي.

د رپوټ له مخي د ښځو تر دوه پر دریمه برخه زیاتي واده سوي دي او ۸۱ سلنه یې ویلي دي چي کوچنیان لري. تقریباً۶۰ سلنه سوريایي او افغانو ښځو ویلي دي چي له خپلو اولادونو سره یوځای راغلي دي. د ایریتریایانو او سومالیایانو هره څلورمه ښځه بیا یوازي راغلې ده. د ښځو د څرگندونو پراساس اکثریت یې تعلیم کړی دی. د رپوټ پراساس هره شپږمه ښځه بې سواده ده.

د هغوی د تیښتي او مهاجرت عوامل تر ټولو دمخه جنگونه، ترهگري، د وژل کیدو خطرونه، لوږه، یرغمل کیدل، زورزیاتی او شکنجه ښوول سوي دي.

تقریباً نیمايي  ښځو په جرمني کي د ژوندانه د کیفیت اوسنی حالت متوسط بللی دی. تر نیمايي زياتو ښځو بیا دلته د ژوندانه شرایط خراب او ډیر خراب بللي دي. تر ټولو دمخه د هغوی شخصي محرمتیا وجود نه لري او په غټو سرپناوو کي له نورو خلگو سره یوځای ژوند کوي. په سرپناوو کي د نظافت شرایط هم خراب دي.

لکه څرنگه چي په رپوت کي راغلي دي، دوه پر درې برخه ښځي په خپلو سرپناوو کي له خرابو طبي خدماتو څخه شکایت کوي.

د خپلو کورنیو له غړو څخه جلا کیدل د ښځو د ډیر لوی غم او کړاو سبب گرزېدلي دي. ډیري ښځي د خپلو کورنیو څخه جلا کیدل یو لوی رواني تکلیف بولي او وايي چي دا د هغوی د رواني ناروغیو سبب گرزي. په همدې دلیل هغوی وايي چي کورنیو ته په جرمني کي د دوی تر هیوادونو لږ ارزښت ورکول کیږي.

د رپوټ د څیړونکو په عقیده تر ټولو دمخه باید د مورنۍ ژبي په پرسونل سره له هغوی سره مرستي ډیري سي، د هغوی د طبي او رواني پالني پروخت هم. پردې سربیره باید یوازي راغلو ښځو ته  مستقل ځایونه برابر سي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: