1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني ته سږکال سل زره نور مهاجر رارسېدلي

۱۳۹۴ بهمن ۲۵, یکشنبه

د جرمني د بايرن ايالت د ټولنيزو چارو وزيري ويلي دي چي يوازي د روان مېلادي کال له پيل راهيسي د دغه ايالت له سرحده جرمني ته سل زره مهاجر رارسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1HvJ7
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

ايميليا مولر، د شنبې په ورځ په مونشن کي ويلي دي چي له دې څخه ښکاري چي سږکال به هم جرمني ته تر يو ميليون زيات مهاجر راسي: «که د مهاجرو راتگ په دغه شان وي لکه په تيره يوه نيمه مياشت کي، سږکال به هم تر یو ميليون زيات مهاجر راورسیږي.»

هغې ويلي دي که وضعيت دغه شان ادامه پيدا کړي موږ مجبوره يو چي په بايرن ايالت کي د خېمو ښارونه جوړ کړو، خو دا موږ نه غواړو.

دغي وزيري د مسيحي سوسيال گوند پر هغه وړانديز باندي ټينگار کړی دئ چي جرمني ته دي د مهاجرو د راتگ يو حد وټاکل سي.

د دغه گوند مشر هورست زيهوفر د جرمني صدراعظمي انگيلا ميرکل ته ويلي دي چي په کال دي جرمني ته د مهاجرو د راتگ حد وټاکل سي او بايد تر ۲۰۰زره زيات نه وي.

خو د جرمني صدراعظمه له دې سره موافقه نه ده چي هيواد ته دې د پناه غوښتونکو راتگ ته یو حد وټاکل سي.

جرمني ته په ۲۰۱۵م کال کي تر ۱،۱ ميليون زيات مهاجر راورسېدل. د دوی ډېری د سوريې، عراق او افغانستان دي. د پناه غوښتونکو او مهاجرو دغه شمېر ته په کتو سره جرمني غواړي چي د پناه غوښتني پر شرايطو نه برابر مهاجر بيرته خپلو هيوادونو ته ولېږي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د رواني مياشتي په سر کي افغانستان ته تر سفر وروسته ويلي دي چي ځيني افغان مهاجر به حتي په روانه مياشت (فيبروي) کي لا خپل هيواد ته بيرته ولېږي.

خو دا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي کوم افغان مهاجر او په څه شمېر به بيرته ولېږل سي.

خو په افغانستان کي شرايطو ته په کتو سره په جرمني کي د پناه غوښتني پلوي سازمان (پرو ازول) وايي چي په دغه هیواد کي امنيتي وضعيت خراب دئ او د بېرته لېږونکو کسانو د خونديتوب ضمانت نه سته.

د دوی په خبره افغان حکومت خپله وايي چي د ۳۴ ولايتونو ۳۱ ئې ناامنه دي.