جرمني دفتبال يوه مهمه مسابقه ګټلې ده
۱۳۸۷ خرداد ۲۰, دوشنبهاعلان
چي پرون ماښام ،یعني د مسابقې په دوهمه ورځ دالمان دفتبال ملی ټيم ، ددغو مسابقو لمړۍ مسابقه دوه دصفر په مقابل کښي دپولينډ دفتبال دملی ټيم څخه وګټل . د 12 کالو راپدیخوا دااوله پلا ده چی داروپا دفتبال داتلۍ په لوبو کی جرمنيان د فاینل مسابقه ګټي . د اطريش دکلاګن فورت دښار د Wörthersee دفتبال په ستډوډيم کښي په داسی حال کی چی 32 زره نندارچيانو دالمان او دپولند دفتبال دملی ټیمونو ترمنځ د مسابقې ننداره کوله ، دآلمان دفټبال دملی ټيم غړي پودولسکيLukas Podolski چی په پولينډ کښي زيږیدلی دی ،په دو ګولونو سره يی دپولند دفتبال ملی ټيم ته ماته ورکړه . د جرمني دفټبال دټيم دوهمه مسابقه به د راتلونکی پنجشنبې په ورځ دکروشيا دټيم سره وی . دآلمان او دپولند دټيمونو ترمنځ د مسابقې دپيل څخه مخکی دوينا په ښار کښي داطریش او کروشيا دټیمونو ترمنځ بازي وسوه ،چی یو دصفر په مقابل کی بازي د کروشيا ملي ټيم وګټل . داروپا دفتبال داتلی دلوبو په ترڅ کی د Kärntens په ښار کښي پو ليسو څه نه څه 140 کسه آلمانی ډانګه يان چی غوښتل يی دپولند د ډانګه يانو سره منګولی ولګوی ، ونیول . ډانګه يی آلمانيان ځکه ونيول سول ،چي دوی دښی لاسو په څير شعارونه ورکول . دا هم ويل سو ي دي ، چه په نورو ښاروکښي هم ځيني آلماني او پولينډي ځوانان او نجوني چی ډ يرالکهول يې چښلي وه ، یودبل سره دلاس اچولو خيال درلود، خو پوليسو وروسته دغه کسان ونیول ، او هغوی يې د اطريش څخه وشړل . که څه هم ځيني اطريشۍ ورځپاڼو ليکلی وه، چی شايد د کارنتين په ښار کی ډیر ي نا آرامۍ او اله ګولي رامنځ ته سي ، خو څنګه چه يې ګومان کيدی داسي پيښي منځ ته ندی راغلي، چی دامنيتې ځواکونو دکنترول څخه وتلی پيښی وبلل سي .
اعلان