1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د افريقا لپاره د همکارۍ کنفرانس جوړوي

۱۳۸۷ آبان ۱۷, جمعه

دالمان د جمهورريس هورسټ کيولر د بهرني سياست تر ټولو مهمه برخه د افريکا سياست جوړوي

https://p.dw.com/p/FpH9
د جرمني ولسمشرهورسټ کيولر او د هغه مېرمن کيولر په افريکا کي
د جرمني ولسمشرهورسټ کيولر او د هغه مېرمن کيولر په افريکا کيانځور: AP

دجرمني مشر غواړي چي پدغه کانفرانس کي ډيري مهمي موضوعګاني وڅيړي. د بشري حقوقو ټولني Human Right Watch و هورسټ کيولر ته يو ليک لېږلی، چي په کنفرانس کي، په نايجيريا کي د بشري حقوقو موضوع په ډاګه مطرح کړي. د بشري حقونو دغه ټولنه پر نايجيريا تنقيدکوي چي د خپلو تيلو د حاصلاتو د ګټي ونډه و بې وزلو ته نه ورکوي.

ماريانا هوی واګن چي د Human Right Watch يوه کارکوونکې ده په نايجيريا کي د بشري حقونو په هکله وايي: د ماشومانو لپاره د زدکړي سامان نسته او نه هم بنسټيزه صحي اسانتياوي سته. د دغه هيواد وګړي هم هغسي بې وزله او مسکين پاته دي.ددې وجه داده چي د ګوتو په شمېر يو څو سياستوال او يو څو پانګوال سره يو ځای سوي دي او د تيلو ټوله پيسې خپلو جېبو ته اچوي. دوی بايد په اصل کي دتيلو پيسې د دې لپاره په کار واچوي چي په دغه هيواد کي بې وزلي او مسکيني له منځه يوسي.

دنايجېريا په هيواد کي د څلوېښتو فيصدو څخه زيات انسانان نالوسته دي او هغه پداسي حال کي چي د غه هيواد ډېر زيات تېل لري. د نړۍ وال بانک د وينا له مخه پدغه هيواد کي تر نيمايي زيات انسانان د غربت او فکر تر پولي کښته ژوند کوي. پداسي حال کي چي نايجېريا هره ورځ دوه نيم مليونه بېرله تېل صادروي او ويل کيږي چي په راتلونکو دو کلونو کي به دغه کچه دوه ځله زياته سي، ددغه هيواد وګړي په ناوړه اقتصادي حالت کي ژوند تېروي. دا څنګه امکان لري چي يو هيواد چي دومره زيات تېل لري دومره زيات غريب خلک پکښي اوسي.

ددې جواب دبشري حقوقو د څار د ادارې غړې ماريا هوی واګن داسي ورکوي:په نايجيريا کي تر ټولو ستر پرابلم د اداري فساد دی. همدا وجه ده چي موږ د جرمني د هيواد مشر څخه هيله کوو چي د نايجېريا د اولس مشر يارادو وا، پر دغه موضوع خبري وکړي. پدغه هيواد کي د بشري حقوقو څخه سرغړاوی هم زغمل کيږي چي په زياته کچه په خپله پوليس هم د بشري حقوقو څخه سرغړاوی کوي. پدغه هيواد کي بېلا بېل ګروپونه يو د بل سره جګړې ته هڅول کيږي او د بعضو اتنيکي ډلو تعقب او د هغو سره ناوړه چلن کيږي. د تېر کال په ټاکنو کي په لوړه کچه د ټاکنو قوانين تر پښو لاندي سول خو دغه ستونزه په هيڅ ډول د قانوني ادارو لخوا ونه څېړل سوه.

په نايجېريا کي د نهوکلنو راهيسي يو ټاکل سوی دولت واک په لاس کي لري او دهغه څخه تر مخه پدغه هيواد کي ډيکټاټوري وه. پدغه هيواد کي ګڼ شمېر ريفورمونه راغلي، چي دغه هيواد په پنځو کالو کي د خپلو پورونو په لسو کي شپږمه برخه بيرته ادا کړې ده. اوس پدغه هيواد کي امريکا او برطانيه او نور هيوادونه پانګه اچونه کوي. خو دالمان فعاليت پدغه هيواد کي لږ دی. په نايجيريا کي د اروپايي ټولني سفير الابا او ګون سان وو، وايي. چي بايد اروپا او نايجيريا د سونګ موادو په ډګر کي خپله همکاري زياته کړي.

خو پدغه هيواد کي اداري فساد او اقتصادي ناهموارياني ډيري زياتي دي. که څه هم چي په نايجيريا کي د اداري فساد پر ضد يوه اداره سته خو د ادارې کار ډېر زيات اغېزمن نه بريښي.