1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د خطر او تهديد د نوي شکل سره مخامخ دی

۱۳۸۸ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزير شويبله او دداخلي استخباراتو يا د اساسي قانون د څارني رييس هاينڅ فروم په يوه آواز د خطر او تهديد د نوي شکل څخه خبري کوي...

https://p.dw.com/p/Hu8T
د جرمني د کورنيو چارو وزير شويبله او دداخلي استخباراتو يا د اساسي قانون د څارني رييس هاينڅ فروم
د جرمني د کورنيو چارو وزير شويبله او دداخلي استخباراتو يا د اساسي قانون د څارني رييس هاينڅ فرومانځور: AP

شويبله وايي، چي ددغه عيسوي کال د شروع څخه د انترنيټ د لاري په جرمني ژبه د القاعده د ترهګري سازمان لخوا څو اخطاريه ويديوګاني نشر سوي دي . دايوه طالع ده ،او هم د امنيتي چارواکو څخه مننه چي جرمني د حملو څخه خلاص سوی دی.

«دا ترټولو دمخه په افغانستان کښي زموږ په همکارۍ او فعاليت کښي نغښتې ده ،چيري چي خلګ ځان ډاډه او تر قانوني شرايطو لاندي احساسوي،چي دا د اسلاميسټانو حسادت راپارولی دی. د همدغه اسلاميسټانو له نظره د جرمني په مقابل کي مبارزه روا ده.»

شويبله خاصتاً ددغه حالت څخه انديښمن دی ،چي د اساسي قانون د څارني د معلوماتو پر اساس مسلمانان جرمنيان او په جرمني کي لوی سوي مسلمانان د افغانستان- پاکستان په کمپو کښي نظامي زده کړي کوي ،چي دا بيا د هغوی پر خصلت باندي تأثير کوي.

«څوک چه يووار په دغسي کمپو کي روزنه ويني ،بيا نو په ترهګري جوړښتونو باندي مربوطيږي . هلته چه تعليم وويني او په شبکه کښي شامل سي ،بيا نو ځانونه مکلف بولي چي په خپلو هيوادو کښي د ترهګري اعمالو څخه ملاتړ وکي ، او د حملو دپاره آمادګي ونيسي . »

هغه چا چي په ترهګري کمپ کښي روزنه ليدلې وي ،ډير ژر به په جرمني کښي جزأ وويني . ددغه مطابق قانون يوه مسوده همدا اوس په پارلمان کي د تصويبيدو دپاره موجوده ده.

پداسي حال کښ چي د اسلامي تندلارو لخوا تهديد يوه عامه خبره ده ، بيا نو د سياسي انګيزو له مخي جنايي اعمال دداخلي نظم او امنيت دپاره يو تهديد دی.

د ښي اړخه تندلارو او فاشيسټانو حملې په جرمني کي يوه ورځنۍ موضوع ده. په مجموع کښي ددوی لخوا په متوسط ډول د ورځي 87 جنايي عملونه تر سره کيږي . استخباراتو مجموعأ 32000 جنايي عملونه ثبت کړيدي ،چي دوه پر دريمه حصه يې يوازي د ښي اړخو لخوا تر سره کيږي،چي دا16 فيصده ډيروالی ښيي. شويبله د هغې جملې څخه 1000 جنايي عملونه ډير د تشويش وړ بولي.

د اساسي قانون د څارني سازمان د جرمني د ملي ديموکراتيک د ګوند NPD ضد خارجي او يهودي اعمالو ته په ډير تشويش سره ګوري ،چي عملاً ددموکراتيک نظم د خرابيدو سبب ګرزي.

ددغه ګوند د منع کيدو پر ضد دعوه څو کاله مخکي داساسي قانون په محکمه کښي د ځينو جزيي شيانو له کبله د ناکامۍ سره مخامخ سوه . شويبله د يوې دوهمي محکمې مخالف دی ،اووايي چه ددغه ګوند د منع کيدو دپاره پوره شواهد وجود نلري . خو برعکس بيا د سوسيال ډيموکراټ ګوند ددغه ګوند د منع کيدو ددوهمي محاکمې طرفداري کوي.

Fürstenau/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل