1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي د چوکي ترلاسه کولو هڅي کوي

۱۳۸۹ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو په کلنۍ غونډه کي به د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويله په دې تلاښ کي يې چي په امنيت شورا کي د يوې غير دايمي چوکۍ غوښتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/PI3X
د جرمني د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويله
د جرمني د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويلهانځور: AP

د ملګرو ملتونوعمومي کلنۍ غونډه د خبرو اترو دپاره يوه جرګه او د ډيپلوماسۍ يوه لويه ننداره ده.

دلته ټولي موضوعګاني مطرح کيږي، که هغه د ناټو او روسيې د شورا په چوکاټ وي، که د نژدې ختيځ په اړه او يا په غير رسمي توګه د نيو يارک په مشهورو هوټلونو کې ليده کاته وي.

په دې غونډه کي د المان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويسترويله هم ګډون کوي او موضو به يې د المان د سياست پر تشريح کولو سربيره په نړۍ کي د بې وسلې کولو موضوع وي.

هغه ويلي دي چي:«له جاپان او استراليا سره يو ځای به آلمان داسې يوه ډله رامنځته کړي چې د بې وسلې کولو او د اټومي وسلو د نه خپرېدو هڅې به کوي.»

يوه بله موضوع چي د ويسترويله په خبرو کي به هر ګړی ياديږي، د آلمان لخوا د امنيت په شورا کي د يوې غير دايمي چوکۍ غوښتنه ده.

د اکتوبر پر دولسمه نېټه د ملګرو ملتونو ۱۹۲ تنه سفيران پر دې باندي فيصله کوي چي آيا آلمان په ۲۰۱۱ م کال کي د دوو کلونو دپاره د نړيوال امنيتي سياست په تر ټولو مهمه شورا کې ونډه درلودلای سي، کنه.

«زموږ چانسونه ډېر ښه دي، سره له دې چي تر پايه پوري بايد ورته ډېر کار وکړو. ځکه چې زموږ سيالان هم ډېر تکړه او بريالي هېوادونه دي.»

دغه هېوادونه پرتوګال او کاناډا دي چې دواړه په ملګرو ملتونو کې ډېر فعال غړي هم دي. هره رايه ډېره ارزښتناکه ده، که آلمان وغواړي چي له دغو سيالانو څخه ميدان يوسي، په دې ډول د وېسترويله سفر يو څه تبليغاتي بڼه هم لري.

دا چې آلمان درېيم لوی بسپنه ورکونکی او د ملګرو ملتونو يو فعال غړی هېواد دی، نو آلمان هم ځيني ښه دلايل وړاندي کولای سي. په ملګرو ملتونو کې د آلمان سفير د سولې د ټينګښت د کمېسيون مشري په غاړه لري، چي تر سيمه ايزو شخړو وروسته د ملګرو ملتونو مرستي تنظيموي.

نه يوازې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت، بلکې په برلين کې «د ملګرو ملتونو لپاره د آلماني انجمن» په نوم يوه ټولنه هم د آلمان د نوماندۍ و برياليتوب ته سترګې په لاره ده.

Werkhäuser,Nina/ نسيم صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل