1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: په افغانستان کي به بيا هم پاته سو

۱۳۸۹ فروردین ۱۶, دوشنبه

د جرمني د دفاع وزير په خپله وروستۍ وينا کي ويلي چي آلمانی پوځ به د ټولو امکاناتو څخه کار واخلي، چي ددغه ډول پيښو لکه د جمعې په ورځ چي په کندوز کي وسوه مخنيوی وکړي...

https://p.dw.com/p/MnZe
د جرمني د دفاع وزير کارل-تيودور څو ګوتن برګ
د جرمني د دفاع وزير کارل-تيودور څو ګوتن برګانځور: AP

تيره جمعه د آلماني پوځ دپاره ډيره سخته ورځ وه، په دغه ورځ په افغانستان کښي د طالبانو سره په جګړو کښي هم درې آلماني عسکر ووژل سول، او هم د آلماني پوځ لخوا 6 تنه افغاني عسکر ددوی په خبره په غلطۍ کي ووژل سول، خو سربیره پر هغه د جرمني دفاع وزير کارل-تيودور څو ګوټن برګ غواړي په افغانستان کښي خپل نظامي ماموریت ته دوام ورکي.

ګوټن برګ وويل، چي آلمانی پوځ به د ټولو امکاناتوڅخه کار واخلي، چي ددغسو پيښو مخنيوی وسي. خو سربيره پر هغه ددغه ډول واقعو مخنيوي نسي کيدلای. د د فاع وزير د هراړخيزو تحقيقاتو او پلټنو د کولو اعلان وکی، او دې ته يې اشاره وکړه، چي د جرمني لوی څارنوالۍ خپل تحقيقات پيل کړي دي.

د دفاع وزير د افغانستان د نظامي ماموريت څخه دفاع وکړه، ويې ويل،چي د هغه په مقابل کي بل الترناتيف نسته ، او د آلماني پوځ سمدستي راوتل يې رد کړل.

ګوټن بِرګ وويل چي د افغانستان څخه راوتل به پر همسايه هيوادو، ايران او ټوله مرکزي آسيا باندي منفي اثر وکي، او خصوصاً ايران او نور به وکولاي سي، چي ځان په اټومي وسلو سره سمبال کي.

ګوټن بِرګ د آلماني پوځ لخوا د افغاني عسکرو د وژل کيدو په باب وويل:

«تر اوسه پوري، چي کم معلومات موږ لرو، دادي، چي د آلماني پوځ لخوا 6 افغاني عسکر وژل سوي دي، دغه پېښه به دقيقه وڅېړل سي. هغه چي ډيره مهمه ده، په ملي سطح به هم تحقيق پر وسي .»

د جرمني د پوځ وزير يوار بيا وويل:« موږ به ټول خپل امکانات په کار واچوو، چي ددغه ډول پيښو مخنيوی وسي، خو په داسي حالت کښي، چي هغه جنګ ته ورته حالت، او يا په عاميانه اصطلاح جنګ دی، ددې امکانات نسته، چي ددغه ډول پيښو مخنيوی وسي.»

څو ګوتن برګ په افغانستان کي د الماني جنرال سره په يوه څرخي الوتکه کښي
څو ګوتن برګ په افغانستان کي د الماني جنرال سره په يوه څرخي الوتکه کښيانځور: AP

څوګوتن برګ يوار بيا ټنګار وکړی چي:«موږ په افغانستان کښي پاتيږو، ځکه چي موږ غواړو خپلي ستراتيژۍ ته تغير ورکو،هغه ستراتيژي، چي د عملي کيدو په حال کښي ده، خو لا تر اوسه پوري تطبيق سوې نده. او زه کولای سم ددغه ځايه يوه خبره وکم،هغه کسان چي خصوصاً دا وايي، چي د تيري جمعې د ورځي پيښي د جرمني د حکومت د نوي ستراتيژۍ د ناکامۍ په مانا ده، نو بايد پوه سي، چي نوې ستراتيژي د تطبيقيدو په خپله اوله مرحله کښي ده.»

هغه وويل، د جمعې د ورځ پېښه، د نوي ستراتيژۍ د ناکامۍ په مانا نده. نوې ستراتيژي هغه وخت ډيره ښه اغيزه کوي، چي موږ د هغه مطابق قواوي سره رامتمرکزي، او د ښووني او روزني په برخه کښي مو قدمونه پورته کړي وي.

د جرمني د پوځ وزير يادونه وکړه، چي موږ ويلي دي، چي دغه ستراتيژي به ددوبي څخه تر مني پوري تطبيق سي. ما ټول عمر ويلي دي، چي نوې ستراتيژي به هم د خطرو سره ملګرې وي ، او اوسنۍ زړه ستراتيژي هم خطر ونه رامنځته کوي، لکه د جمعې په ورځ چي وليدل سوه.

gu / n-tv/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل