1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: په اوس وخت کي يو يا بل ملامتول ګټه نلري

۱۳۸۷ مرداد ۲۵, جمعه

د آلمان حکومت له اروپايي ټولني څخه پدې لار کي ملاتړ کوي چي اوربند ټينګ سي او د ملکي وګړو سره مرسته وسي. خو نه غواړي په دغه بحث کي چي اروپايي ټولنه له روسيې څخه واټن نيسي ځان ښکيل کړي

https://p.dw.com/p/Ey1f
د آلمان لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل او د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدف د سوچي ښار په يوه خبري کنفرانس کي
د آلمان لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل او د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدف د سوچي ښار په يوه خبري کنفرانس کيانځور: AP

د آلمان د حکومت وياند توماس شتيګ وايي چي د دې هيواد د صدراعظمي انګيلا ميرکيل لپاره د ګرجستان جګړه،ددې سبب نسي کيدای چي د روسيې له ولسمشر ديميتري ميدويدوف سره مخکي پلان سوې کتنه وځنډوي.خو دتورسمندرګي په سوچي کي به خبري طبعاً هغه نه وي چي مخکي ټاکل سوي وې.

په پلان سوو خبروکي که د اروپايي ټولني او د روسيې پر اړيکو خبري سوي وای، کيدای سوای فکر وسي چي د سويلي اوسيتيا او ګرجستان د اوسني کړکيچ په هکله د روسيې له ولسمشر سره روښانه خبري وسي او ښايي چي اساسي او بنسټيزه موضوع به وای.

ميدويدف او انګيلا ميرکل
ميدويدف او انګيلا ميرکلانځور: AP

د آلمان صدراعظمه غواړي د روسيې د ولسمشر سره خبري وکړي، خو دا به په راتلونکې اونۍ کي تيبليسي ته هم ولاړه سي،ترڅو د ګرجستان له ولسمشر ساکاشويلي سره هم خبري وکړي. خو څنګه چي په پارلمان کي د بهرنيو چارو د کميټې مشر روپريښت پولينڅ وايي، دا ددواړو هيوادونو ترمنځ د لانجي د منځګړيتوب رول نه لوبوي.

هغه وايي: د آلمان صدراعظمې وپتېيله چي، موږ کوم منځګړيتوب نه کوو، بلکي دا په عمومي ډول د اروپايي ټولني دنده ده. خو آلمان هم له روسيې او هم له ګرجستان سره ښې اړيکي لري او غواړي د هغو څخه په دې مقصد هم ګټه واخلي، چي تراوسه څنګه سوي دي څو ددواړو لانجمنو خواوو ترمنځ دنيغ په نيغه اړيکو لار پرانستل سي.

د آلمان حکومت له اروپايي ټولني څخه پدې لار کي ملاتړ کوي چي اوربند ټينګ سي او د ملکي وګړو سره مرسته وسي. خو نه غواړي په دغه بحث کي چي اروپايي ټولنه له روسيې څخه واټن نيسي ځان ښکيل کړي . په دې برخه کي ميرکل د جرمني د بهرنيو چارو له وزير فرانک والټر شټاين ماير سره یوه خوله ده.

مير کل په ډير لنډ سفر روسيې ته تللې ده
مير کل په ډير لنډ سفر روسيې ته تللې دهانځور: AP

ميرکل وايي:«که څوک په ځیر سره حالاتو ته نظر واچوي، نو بايد وويني چي موږ روسيې ته د مسؤليت د شريک په توګه اړه لرو. له دې کبله په اوس وخت کي دا ګټه نلري چي د ملامتۍ په غاړه اچولو کي يو بل له لاس ورکړو.»

خو دا ددې مانا نه لري چي ميرکل او ميدويدف به يوازي اويوازي تعارفي خبري ولري.

د حکومت وياند شتيګ وايي چي د ګرجستان او د جنوبي اوسيتيا او ابخاز يا لانجمنو سيمو د پولو رسميت د آلمان د لومړۍ وزيري پوښتني نه دي او ميرکل غواړي د روسيې ولسمشر ته روښانه کړي چي: د سويلي قفقاز لانجې د پوځي لاري نسي حل کيدای ، بلکي سياسي او ډيپلوماتيک حل غواړي.

د روان کال د می د مياشتي راپديخوا چي ميدويدف پر قدرت راغلی د ميرکل سره دا دده دريمه ليدنه کتنه ده، خو دا واري به دا يوه لنډه ليدنه يي، د جرمني لومړۍ وزيره يوازي څو ساعته په سوچي کي پاته کيږي او د سفر د پروګرام څخه يي د ليدنو نور پلانونه ايستلي دي.