1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جمهورريس حامد کرزي د سولي شورا جوړه کړه

۱۳۸۹ شهریور ۱۳, شنبه

په ملک کي د امنيت د راوستلو او د ناراضيانو د پخلا کولو په هدف د افغان دولت په نوښت د سولي ملي شورا جوړه او غړي يې نن بشپړل سول

https://p.dw.com/p/P4P0
انځور: AP

د دغه نوښت مشري افغان جمهورريس حامد کرزی کوي.

کرزي له طالبانو سره په جګړه کي په دې ورستيو وختو کي تر ډيره حده دنرمښت څخه کار اخلي او هڅه کوي چي خپل وسله وال مخالفين د خبرو د لاري سولي ته را مات کړي.

د جمهوري رياست ددفتر څخه دوچي ويلي راډيو ته په يوه را استول سوي وينا پاڼه کي راغلي دي چي د دغي شورا مشرتابه نن د ولسمشر په ګډون په شاهي ارګ ماڼۍ کي خپله غونډه وکړه او پاته ټول غړي يې وټاکل.

Afghanistan Angriff Friedens-Dschirga Kabul Taliban Karzai
انځور: AP

د سولي د عالي شورا د جوړيدو په هدف افغان ولسمشر حامد کرزي، د کابنيې له غړو، جهادي او سياسي مشرانو سره څو پرله پسې غونډي وکړي او بالاخره د شنبې د ورځي په غونډه کي د دغي شورا غړي وټاکل شول.

د سولي عالي شورا د سولي د ملي مشورتي جرګې په سپارښتنه جوړه سوې ده.

د دغي شورا وظيف دا ده چي د سولي د ملي مشورتي جرګې سپارښتنو ته د عمل جامه ور واغوندي.

دزندانونو څخه د مخالفينو آزادول او همدا راز نارضيان د وسلې ايښودلو ته مجبورول هغه هدف دی چي د سولي ملي شورا ورته رسيدل غواړي.

څو مياشتي مخکي په کابل کي د سولي ملي مشورتي جرګيې وړانديز وکړ، چي د وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره دي يوه عالي شورا جوړه سي.

د افغانستان د جمهوري رياست چارواکي هم د دغي شورا جوړيدل په هيواد کي د سولي راوستلو پر لور يو مهم ګام بولي.


که څه هم چارواکي وايي، چي د سولي عالي شورا د غړو نومونه به ترکوچني اختر وروسته خپاره سي، خو د دې شورا د جوړيدو په غونډه کي له جهادي مشرانو څخه استاد برهان الدين رباني، عبدالرب رسول سياف، صبغت الله مجددي، کريم خليلي او محمد محقق هم ګډون کړی و.

USA Obama mit Karzai
انځور: AP

د سياسي چارو کارپوهان هم د سولي د عالي شورا رامنځ ته کول د سو لي لپاره يوه ښه ګام بولي، د سياسي چارو يو تن کار پوه احمد سعيدي وايي، چي دغه شورا بايد د داسي کسانوڅخه جوړه سي، چي وسلوال مخالفين او د جګړې نوري ډلي ورباندي باور ولري، خو سعيدي انتقاد کوي چي د دې شورا د جوړيدو په غونډه کي داسي کسانو برخه اخيستې وه، چي د نوموړي په وينا د باور وړ نه دي.


د تيرو څو کلونو ر اهيسي په افغانستان کي د ملي پخلايني تر نامه لاندي يوه کميسيون چي مشري يې حضرت صبغت الله مجددي کوله، کار کاوه .

خو نوې شورا به ډير صلاحيتونه او همدا رنګه د نړيوالو له پوره ملاتړ څخه برخمنه وي.

په شورا کي پخواني طالب قوماندانان، ديني عالمان، د کابينې غړي، مخورين، دجمهورريس سلاکاران او يو شمير قومي با نفوذه مشران شامل دي.

ټاکل سوې ده چي دغه شورا په قاطعيت او جديت سره د سولي د ملي مشورتي جرګې پر مهال تر بحث لاندي نيول سوي مسلې تعقيب او ورته د عمل جامه ور واغوندي.

ميرويس جلال زی

کتونکی : محمد قاسم نوري