1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جمهوريت غوښتونکي: اوباما پام کوه ته لا تراوسه جمهوررييس نه يې

۱۳۸۷ مرداد ۷, دوشنبه

نږدې ختيځ او اروپا ته د اوباما پرسفر باندي د جمهوريت غوښتونکو لخوا سختي نيوکي سوي دي

https://p.dw.com/p/ElGc
د جمهورريت غوښتونکو د ګوند کانديد مک کين
د جمهورريت غوښتونکو د ګوند کانديد مک کينانځور: AP

اوباما دخپل بهرني سفر څخه بيرته خپل هيواد ته ستون سوی او د ټولپوښتنو له مخه يي،که څه هم نمرې نه دي وړي، خو محبوبيت يې تر لاسه کړی دی.اوس چي د امريکا د اولسمشرۍ ټاکنو ته يوازي 100 ورځي پاته دي، ستړی بارک اوباما د نږدې ختيځ او اورپا له سفر وروسته، هيڅ دمه ونه کړه او خپلو انتخاباتي مبارزو ته دوام ورکوي: د يکشنې په ورځ يي په شيکاگو کي له تورپوستو ژورنالستانو سره کتنه درلوده. او بيا يې دCNN نړيواتلي تلويزیوني شبکې سره مرکه وکړه، او په ترځ کي يې خپل د نږدې ختيځ او اورپا سفر، هغه چي د جمهوريت غوښتونکو لخوا سخت ناکام او بيځايه بلل سوی و، پر ځای او کاميابه وباله.

اوباما وويل:«خلګ ويني چي موږ ته خپل بهرنی سياست گران تماميږي. نړيوال موږ ته په کمه سترگه گوري. هرځای چي زه يم، راڅخه خلک دا پوښتنه کوي چي ولي د امريکا دپاره بيرته هغه درناوی او اعتبار لاس ته رانه وړل سي؟»

اوباما وايي چي د ده منظور همدا وو، نه دا چي په کور يعني په هيواد کي دننه نمرې وگټي. خو دا هغه موخه ده، چي د ټولپوښتنو له مخه اوباما نه دی ورته رسېدلی.

بارک اوباما په برلين کي
بارک اوباما په برلين کيانځور: AP

اوس د ده مخالف جمهوريت غوښتونکی جان مک کين هسي 7ټکي ورڅخه ترشا پاته دی او غواړي اوباما ته يو سخت گوزار ورکړي.تر اوسه پوري د دې طبقاتي ناولي جنگ نتيجه دا ده چي: د مک کين، وياند توکر بونډ، په برلين کي د اوباما ستايونکي هسي آلماني غوړه مال بللي دي. اوباما ځان د خلګو چک چکو ته وړاندي کړی، پر ځای د دې چې په خپل هيواد کي د وگړو له سترگو پناه په يوه روغتون کي امريکايي جنگ ځپلي عسکر وگوري. همدا شان په محافظه کار تلويزيون فوکس کي فريد بارنز، پر اوباما باندي نيوکه کړي اوڅرگندوي:«د ده سفر له چوکاټ څخه وتلی وو. بايد سړی ورته ووايي، چي ملگريه احتياط کوه، ته تر اوسه پورې لا اولسمشر نه يې!»

خو تجربه کاري کاند کرولي بيا برخلاف د CNN په خپله خپرونه کي د اوباما په اړوند له رسنيو څخه پلوي وکړه. بهر ته د اوبام سفر د اونۍ خبر بلل شوی.

کانسي کرولي په ډاگه کړه:«که څه هم موږ تر اوسه پوري نه پوهيږو، چي څه اغېزه به ولري. په ټولپوښتنو کي کوم خوځښت نه دی راغلی او اوباما پخپله ويلي چي دا سفر ورته لږڅه زيانمن تمام سوی، او دا ځکه چي ويل کيږي، په هيواد کي د ننه خلک د بنزينو د نرخ په غم کي دي او دی په خارج کي وو. د ده د پاره دا يو خطرناک سفر وو او د دې د پاره پوره دليلونه موجود وو، چي بايد ښه وڅارل سي.»

دامريکايي ژورنالستانو سره له دې زړه نا زړه دا پوښتنه کوي، چي آيا مک کين د اوباما د سفر په هکله حق په جانب نه دی، او آيا له دې تورپوستي سره د مطبوعاتو ځانگړې ډله غولول سوې نه ده؟

سټيورابرټ په خپله تبصره کي څرگندوي: زموږ په مسلک کي تر هر څه د اهميت وړ، نوې خبره او پيښي دي، او اوباما هم نوی دی. همدا کار په رسنيو کي يو څه د عدم تناسب سبب سوی. زه فکر کوم چي مطوبوعات اوباما خوښوي، له کوم څه نه چي هلري کلنټن هم شکايت درلودی.