1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جمهوري رياست ته نوماند داكتراشرف غني احمدزى سره مركه

۱۳۸۸ مرداد ۲۰, سه‌شنبه

پوښتنه: ستاسوله نظره اوسنى سياسي اوامنيتي حالت څنګه ارزوۍ اوكه تاسوجمهوري رياست ته ورسيږي څنګه به سوله ټينګه كړۍ؟ ځواب: اوسنى وضع ورځ په ورځ خرابيږي، امنيت له درى جهتونه خطركى دى:

https://p.dw.com/p/J7f4
Ashraf Ghani Ahmadzai
Ashraf Ghani Ahmadzaiانځور: AP

۱. امنيت نشته، هرڅوك چى پيسى لري د اختطاف د خطرسره مخامخ دي.

۲. بيكاري ده. بيكاري خپله د بي امنيتۍ موجب ده.

۳. جګړه روانه ده. هره ورځ زمونږ په كوركى اور دي، او زمونږپه ټاټوبى كى وينه ده.

زه غواړم وينه بنده كړم، اختطاف ختم كړم او بى كارۍ له منځه يوسم. د دى لپاره چى وينه بنده كړو، زه غواړم چى د سولى يو درى كلن او اوه كلن چوكاټ مطرح كړم، چى په اولى مرحلى كى مرور وړونه او مونږ يو اور بند وكړو.هرڅوك چى افغانستان كى دي، د افغانستان وګړى دى او بايد چوكاټ د مذاكراتوخلاص شي، ځكه دا جګړه په زورنه ختميږي. اما دواړوخواو نه قرباني غواړي اواصلي خبره داده چى د مرورتوب دراوتل څه دي زمونږ مرور وړونه وائى چى دوى باندى بارورشوي ده اوبي عدالتي وه.

نوځكه زه غواړم د يوعادل نظام د راوستلو سره لكه چى خوشحال خان خټك وايي وحدت د يوځان دي، عدالت درست جهان دي، په دى اساس باندى يو واري چى چوكاټ دعدالت راوړو، د افغانستان ولس به اعتبار وكړي. بي له دينه چى عدالت راشي جګړه نشى ختميدى.

دوهمه برخه دا ده چى مونږ بايد يوځوان چى مرورشي د خپل زوى په توګه وبولو، نه دا چى ټوپك راواخلو او بله برخه چى بى امنيتي ده په ښارونوكى.

زه هم غواړم په دى كى هم مجاهدينو، ديني علماو او قومي مشران له يوى خوا نه او تنقيص افسران له بلى خوا نه داسى ګټه واخلم، چى زمونږظرفيت په ښه توګه استعمال شي. د دى لپاره لازمى ده چى ولس مشرهغه دنده چى سرقوماندان اعلى د اردو ده، په بريالى توګه ترسره شي. اوهر اته ساعته وروسته يو امنيتي راپور وي اوانسجام وي.

د پوليس، امنيت او ملي اردو نن دغه نهادونه بالكل ملي شوي نه دي چى دا بايد ملي كړو چى دا په واقعى توګه ملي نه شي اود هر وطنوال د قبول وړنه وي، مونږ نه شو كولي سوله راوړو.

پوښتنه: که تاسو د جمهوري رياست پست ته ورسيږي، بهرنۍ پاليسى به موڅه وي په تيره بيا د ګاونډيانو

سره به څه چلند ولرۍ؟

ځواب: زما پاليسي به په درى حلقوبنا وي:

ګاونډى ممالكوسره اسلامي نړۍ سره اوباقي نړۍ سره په اولى برخى كى زمونږسياست د چين اوتركمنستان نه شروع كيږي. ځكه دوى سياسي مداخله په افغانستان كى نه ده كړي، له اقتصادي نظره به چين زمونږ لوي بازار وي.

نو زه غواړم د بدخشان له لارى چين ته ورسيږو او فيض آباد او كابل د يوى خوانه او بدخشان د لغمان اوننګرهار سره وتړو، ترڅوچى بدخشان مركزي حيثيت پيدا كړي. تركمنستان مونږ ته حياتي لاره ده او د تركمنستان د ريل ګاډي مونږ ته حتمي دي.

باقي مركزي اسيا هيوادونوسره ګټه مو دا ده د بلخ اوآمواوبه بايد په برق باندى بدل كړو. نو دلته د يوى لوى همكارۍامكان شته دى.

ايران سره مونږ د اقتصادي نظر درى بندرونو سره ارتباطات ټينګ كړوچى ابادان، خرم شهر اووچابهاردي. او هر يو درى څو ولاياتو د مثبت تغييرموجب كيدى شي. زه غواړم چى د افغانستان د ضرورت وړتيل د ايران څخه واخلم ځكه دا د افغانستان د سركونو جوړولو قيمت څلويښت فيصده راټيټولى شي.

د مخدره موادو د لرى كولولپاره هم ايران او هم اروپا مونږسره د جرم شريكان دى. تقاضا د دوى ده عرضه زمونږ. زه دا نه منم چى يوازى مونږمجرمان يو، نوځكه دوى بايد مونږته د بازارپيداكولوزمينه برابره كړى او په ګډه په دى كى اقدام وكړى ترڅو د يو بزګرافغان ورځنى عايد د پنځوسو افغانيوڅخه دوه سوه ته ورسيږي.

نورټولوګاونډيانو سره زمونږ اړيكى به د اقتصاد په اساس وي اوهرګاونډي بايد دا اطمينان ولري، چى د افغانستان خاوره په شمول د پاكستان د دوى په ضد نه استعماليږي.

د پاكستان سره زمونږ اصلي خبره به په دى كى وي چى ترهه ګرو ساتل اوتقويه كول هغه اور دي چى په افغانستان كي نه پاتي كيږي او دوى به هم ورسره يوځاي سوځيږي. نوځكه پاكستاني چارواكى اومونږ بايد په ګډه اقدام وكړو،چى مشترك خطرلري شي.

پوښتنه: كه تاسود جمهوررئيس په توګه وټاكل شۍ نو د بهرنيوځواكونو د وتلوپه برخه كى په څه وكړۍ؟

ځواب: لمړى برخى زمونږاصلاحات د مونږنه شروع كيږي. دا دوه برخى لري:

۱- زه غواړم چى د اردو اعلى سرقومانداني په اوله ورځ د ولسمشرۍ كى ژوندۍ كړم اوانسجام به وركړم. كه انسجام رانشي او رشوت مخصوصا د پوليسواوقضا نه ورك نه شي، مونږ نه شو كولى بهرنى ځواكونه وباسو.

۲- د سولى يوچوكاټ پكار دي كه مرور وړونه زمونږسره يو درى كلن اوربند ومنى، د درى كالو په پاى كى زه د باندنيوځواكونو د وتلوتاريخ ټاكم.

۳- د درى كالو په منځ كى به د بګرام اونورمحابس وتړم او دا ايجابوي چى محابس په اساسي توګه اصلاح كړواوڅوك چى مجرم دى هغه نشى خوشى كيدلى، يا نه شى تښتيدلى.

۴- زمونږ ټول كړوترڅو خپل امنيت په خپله وساتو

۵- يوه سياسي تګلاره به وي چى دهغه په چوكاټ كى جنګ ته ضرورت پاتى نه شي.

پوښتنه: ستاسو په نظام كې به د ښځو او نارينه وحقوق څه ډول وي؟

ځواب: هغه وخت چى زه د ماليي وزير وم، هم د خزائينو او هم د بودجى رئيسان دواړه ښځى وي او دوى وكړى شو په ډير كفايت باندى دنيا ته وښائى، چى قوت د مديريت اوكارلري. نو زه نه غواړم چى يو حاشيوي د ښځو وزارت په داسى بنيادي مسئلى باندى كاروكړي. د ښځو مسوليت به د رياست جمهوري نه په مستقيمه توګه ترنظرلاندى نيول كيږي او ټول وزارتونه به دا مسوليت لري چى زمونږ د خويندوحقوق د اسلام د دين سره سم او د اساسي قانون د ارزښتونو په رڼا كې تامين كړي.

مرکه کوونکی: جمال كوټوال

کتونکی: يحيی وردک