1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جمهور ريس يوشنکو ددیموکراسي په آزموینه کی بريالی شوي دي

۱۳۸۸ بهمن ۲۵, یکشنبه

د اوکراين لري سوی جمهورريس يوشنکو يو اوروپايي پلوه او د روسيې مخالف سیاستوال دی او د جمهوري ریاست په ټاکنو کي تر ماتي خوړلو وروسته هم پرخپل دغه دريځ ولاړ دی...

https://p.dw.com/p/M10F
د اوکران پخوانی جمهورريس وکتور يوشنکو
د اوکران پخوانی جمهورريس وکتور يوشنکوانځور: AP

داچي د اوکراين د جمهوري ریاست دټاکنو په دوهم پړاو کي ويکتور یانوکويچ بري تر لاسه کړي دي، په دې اړه داسي قضاوت کیږي، چي په دغه هیواد کي په اصطلا نارنجي انقلاب، چي مخکښ يي ددغه هیواد پخواني جمهورريس ويکتور يوشنکو بلل کيده او پنځه کاله دمخه دده په راتلو سره داوکراين دوګړو ډير اميدونه تړل سوي و، د يوي سختي ماتي سره مخامخ سوی دی.

يو شنکو داوکراين دجمهوري ریاست دټاکنو په لمړي پرړاو کي دومره کمي رايي ګټلي دي ، چي نوموړي پخپله هم په دی اعتراف کړي دي چی زما سیاسي تګ لاره په ډيرو برخو کي له ناکامي سره مخامخ سوي ده، او دا چي ولي د ده اوروپايي پلوه او د روسيي مخالفه سیاسي تګ لاره له ناکامی سره مخامخ شوي ، يو علت يي دا بلل کيداي شي چي اورويايٍي سیاست والو سره داجرءت نه و چی اوکراين ته په اوروپايي ټولنه کي دغړيتوب کومه اميدواري ورکړي.

خو ديوشنکو ماته يو بل اصلي علت هم لري او هغه داده چي ده ونشوای کولاي په هيواد کی دننه ضروري ريفور مونه عملي کړي . دده دجمهوري رياست پنځه کلنه دوره هغه زمانه بلل کيداي شي چي ده ونشوايٍ کولاي په دغه موده کي له خپلو شانسونو څخه ګټه واخلي . خو دلته داخبره هم دیادوني وړ ده چی نه يواځي دده دکار پيل به داوکراين په تاریخ کي يوه نه هيريدونکي پيښه وی ، بلکي دده دکار پاي هم ددغه هيواد په تاريخ کي يو ډير با ارزښته تاريخي پيښه وبلل شي.

دا به دډيرو دپاره داريانتيا وړ يوه خبره وی چي څنګه زه ده خبره کوم خو مونږ بايد داحقيقت له سترګو څخه ونه غورځو چي دا داوکراي په تاریخ کي لمړی وار دي چي ددغه هیواد دجمهوري ریاست په ټاکنو کي دنارنجي انقلاب دتګ لاري ماته دخلکو په آزادو رايو سره تر سره کيږي او برحال جمهور ريس کله چي دټاکنو په لمړي پړاو کي اکثریت بايلي او دده مخالف پلو دغه دغه ټاکني ګټي ، نو يو شنکو پخپله ماته اعتراف کوي ، پرته له دی چي لکه دپخوا په شان ددولتي سازمانونو به مرسته ځان دځوا ک په مسند کي ټینګ کړي او جړی رامنځ ته کړی ، دديموکراسي اصولو ته په درانوی سره وايي ما ماته خوړلي . او همدغه مساله په اوکراين کي دنارنجي انقلاب يوه ډیره ستره لاس ته رواړنه بلل کيداي شي چي په دغه هیواد کي دډیمو کراسی اصولو ته په درنه سترګه کتل کيږي .

دا به نه یواځي په راتلونکي کي داوکراين دراتلونکي جمهورريس یانو کويچ دنده وي چي په راتلونکی کي ددغه اصولورعايت وکړی بلکي همدا چي لري شوي جمهورريس ويکتور يوشنکو پخپل دريځ سره روسيي اونورو هغه کسانو ته چي غواړي دپخواني شوروي اتحاد په متود سره دځواک په مسند کي پاتي شي وښودله چي دقدرت دانتقال سمه لاره د سالمي ډیموکراسي لاره ده نه ددرغليو او چلول لاره. دحاکميت حق دولس حق دی او بايد دولس رايو ته په مراجعی سره قدرت ديوه ګوند يا يو سياست مداره څخه بل ته انتقال کړاي شي .

هم په روسيه او هم په ډيرو نوروهيوادونو کي له دیموکراسي ، قانوني دولت او او دبډي اخيستلو سره دمبارزي نه خبری کیږی ، خو په اوکراين کي ويکتور يوشنکو عملا دا وښودله چي ددیموکراسي په لوبه کی هم سړی قدرت ګټي او هم يي بای لي.

Mannteufel, Ingo/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل