1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنايي پوليس:د جرمني کورني امنيت ته ۴۰۰ تنه ګواښ پيښوي

۱۳۸۹ شهریور ۱۴, یکشنبه

د جنايی پوليسو مشر يورګ څيرکه د ټاګس څايتونګ د ورځپاڼي د (دوشنبې) له ګڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي ددوی ريښې ۱۳۱ کسه جوړوي، چي د جنايي پوليسو په عقيده تر ټولو خطرناکه دي.

https://p.dw.com/p/P4mi
د جرمني د جنايي پوليسو مشر يورګ څيرکه
د جرمني د جنايي پوليسو مشر يورګ څيرکهانځور: PA/dpa

هغه زیاته کړې «موږ داسي فکرکوو چي دا هغه کسان دي چي د سياسي انګيزو له امله په سترو جزايي اعمالولاس پوري کولايسي».

د نوموړي په خبره ۲۷۸تنه ددوﺉ ملاتړ کونکي اونورمهم کسان دي چي د هغو په ډله کي يي مخکښان هم شامل دي چي پخپله هيڅ ظاهريږي نه .

څيرکه ويلي سربيره پردي د المان امنيتي چارواکو ته،د افغانستان او پاکستان د ګډي پولي سيمي ته د زورلارو تګ راتګ ډير سرخوږی پيدا کوي.

د جنايي پوليسو مشر وايي چي د۷۰ کسو تروريستانو په برخه کي معلومات لرو چي دا اوس د تروريستانود روزلو په کمپونوکي پوځ ته ورته روزل سويدي.

ده زیاته کړېده: د هغو له جملي څڅه ۴۰ کسو د افغانستان په جګړو کي د جګړې کولو تجربه هم کړيده او د ۲۰۰۹ کال د پيل راهيسي امنيتي چارواکي پدې بريالي سوي چي د۲۶ کسو زور زياتي ته چمتو کسانو د سفر مخنوی وکړي.

د المان د جنايي پوليسو د مشر د وينا له مخه د القاعدې شبکي مخکښان نور ددې وړتيا نلري چي د ۲۰۰۱کال د سپتمبر د۱۱نيټي د نيويارک په شان بريدونه وکړي. ځکه چي د تعقيب تر فشارلاندي دي.

خود هغه په نظر په يمن، د افريقا په شمال، سعودي عربستان، سوماليې اوعراق کي ددي تروريستي شبکي څانګي ډيري خطرناکه دي.

څيرکه د ارقامو د زيرمو له مخه چي د مارچ په مياشت کي د جرمني د اساسي قانون د قضا لخوا ځني اخيستل سويدي وايي چي د تروريستانو په وړاندي ساتلو کي په المان کي ډيري خاليګاوي سته.

آژانسونه/ رحيله اميري

کتونکی: نجيب الله زيارمل