1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال بلاتڅ: طالبان پسرلنيو عملياتو ته په تمه دي

۱۳۸۹ اسفند ۱۶, دوشنبه

د ناټو ځواکونه وايي چي دوی اوس د پخوا بر خلاف په ډير غښتلي حالت کي قرار لري او د افغان ځواکونو شميره هم لوړه سوې چي کولای سي په ګډه سره د طالبانو پسرلنی بغاوت سرکوب کړي.

https://p.dw.com/p/R6rD
المانی جنرال جوزيف بلاتڅ
المانی جنرال جوزيف بلاتڅانځور: DW

په کابل کي د ناټو عمومي وياند جرمني جنرال جوزيف بلاتڅ په يوه خبري غونډه کي د ناټو او افغان ځواکونو د قابليتونو په باب د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

جنرال بلاتڅ وايي چي که څه هم د ژمي په موسم کي دتمي خلاف د زور پالو بريدونو دوام درلود خو په پسرلي کي به ځکه ياغيان د دوی مخ ته د مقاومت توان و نه لري چي تير کال يي خپل عمده او کلک سنګرونه له لاسه ورکړي دي.

« موږ له ښه جنګي مورال څخه برخمن يو، د افغان ځواکونه شميره اوس د لوړيدو په حال کي ده او د خلکو همکاري هم زموږ سره ډيره سوې ده».

د ناټو ځواکونو دغه آلمانی جنرال وايي چي د دوی ستراتيژي به هرو مرو په حالاتو کي بدلون راولي.

جنرال بلاتڅ زياته کړه، ښايي طالبان په نرمو اهدافو لکه په هغو کليو چي له طالبانو نيول سوي، سيمه ايزو پوليسو، او هغو پخوانيو طالبانو چي اوس يي له جګړي لاس اخيستی حملې وکړي.

جنرال بلاتڅ زياتوي چي په تيرو څو اونيو کي د طالبانو ډليزو ځانمرګو بريدنو ته په کتو سره داسي ښکاري چي همدا بريدونه به د هغوی د يرغلونو يوه روښانه بيلګه وي، چي په راتلونکي پسرلي کي ور څخه د نرمو اهدافو پر ضد کار واخلي.

طالبانو په تيرو مياشتو کي په بانکونو، هوټلونو او سوپرمارکيټونو بريدونه وکړه چي ډيري قربانيان يې ملکي خلک ول.

که څه هم، ډيری افغانان په افغانستان کي د بهرنيانو د پرمختګونو څخه راضي ندي خو د ناټو ځواکونو وياند دغه پرمختګونه د ستايلو وړ بولي.

« ډير امنيتي پرمختګونه رامنځ ته سوي، د طالبانو او حقاني ډلي ډير مشران يا نيول سوي يا له مينځه وړل سوي، د افغان ځواکونو د روزلو پروسه چټکه سوي او اوس موږ هغو سيمو ته ځو، چي پخوا نه وو تللي».

د يادولو وړ ده چي په را روان هجري لمريز کال کي د يو شمير سيمو امنيتي چاري هم افغان حکومت ته سپارل کيږي او په دي سره به د امريکايي ځواکونو د تدريجي وتلو پروسه هم پيله سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل