1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال بلوتڅ: سږ کال پر طالبانو باندي د لاس برتوب هيله لرو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲, جمعه

په افغانستان کښي د ايساف ځواکونو وياند جنرال يوزف بلوتڅ د المان د dpa خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي چي په راتلونکو اونيو کښي به د طالبانو په بريدونو او هجومي حملو کښي زياتوالی رامنځ ته سي.

https://p.dw.com/p/112XT
جنرال يوزف بلوتڅ
جنرال يوزف بلوتڅانځور: DW

پوښتنه: معمولاً د پسرلي له پيل سره په افغانستان کي د جګړو فصل پيليږي. ايا تاسي د ياغيانو په فعاليتونو کي زياتوالی ويني؟

بلوتڅ: موږ اټکل کوو چي هغوی به د دې هڅي وکړي چي د لاسه تللي سيمي يې بيرته ونيسي او موږ وینو چي د هغوی په بريدونکو کي زياتوالی راغلي. خو که چيري د تيرو کلونو سره يې پرتله کړو دومره زيات نه دی.»

پوښتنه: ددې خبري معني دا ده چي د هغوی جنګي قوت کمزوری سوی دی که څنګه؟

بلوتڅ: په ټوليزه توګه ياغيان کمزوره سوي دي. د ايساف او د افغانستان د امنيتي ځواکونو ترمنځ د ښوو همکاريو او همغږيو له برکته د روان کړکيچ په تاريخ کي د لومړي ځل لپاره موږ په دي بريالي سوي يو چي د ياغيانو جنګي قوت، لوژستيک او د نشه يي توکو له لاري د هغوی مالي سرچيني کمزوري کړو. معني دا چي د عمل ابتکار اوس بيرته زموږ په لاس کي دی.

پوښتنه: تاسو وويل چي د عمل ابتکار اوس د ايساف په لاس کي دي. څنګه؟

بلوتڅ: ايساف په داسي يو حالت کي چي ۱۵۰ زره عسکريې په لاس کښي دي هغوی نه يوازي سيمي د طالبانو له ولکي څخه ژغوري، بلکي د هغو د ساتني توان هم لري.

پوښتنه: تير کال د ايساف لپاره تربل هر وخت خونړی ؤ او ډيره مرګ ژوبلي ورته واوښتي ، سږ کال هم ددې وړاندوينه کوی؟

بلوتڅ: دا خبره رښتيا ده. کومي نښتي چي په مخکي لرو ښايي بياهم له مرګ ژوبلو سره مخامخ سو. خو موږ باور لرو ، هغه پوځي قوت چي اوس زموږ په اختيار کي دی او هغه برياليتوبونه چي موږ د جنګياليو د بيرته ادغام او د افغانستان د سيمه ييز پولسيي ځواک په جوړولو سره لاس ته راوړي، له دې ويندويي کوي چي موږ د طالبانو په مقابل کي لاس بری يو.

پوښتنه: په جولاي کي امريکايان د خپلو سرتيرو په وتلو پيل کوي. آيا په دې سره به د ايساف جنګي قوت کمزوری سي؟

بلوتڅ: زه هيله من يم چي د امريکايانو د سرتيرو د شمير کموالی دومره زيات نه وي چي د مهمو توانمنيدو د کمزورتيا سبب وګرځي، هغه توانمندي چي موږ په راتلونکو څو کلونو کي ورته اړتيا لرو.

پوښتنه: د افغانستان د امينتي ځواکونو وضعيت څنګه دی؟

بلوتڅ: د افغانستان امنيتي ځواکونه د ناتو د روزنيز ماموريت له برکته په تيرو کلونو کي ډير ښه پرمختګ کړی دی. د يو لړ پس لغطيو او نا اميديو سره سره د هغوی په جوړښت کي د شمير، پوځي تجهيزاتو او روزني له لحاظه ډير ښه والی راغلی ، په خاصه توګه د هغوی کاري کيفيت ښه سوی دی.

پوښتنه: د امنيتي مسووليت د ليږدولو بهير څه ډول دی؟

بلوتڅ: د ايساف له ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليت د ليږدولو پروسه سږکال په جولای کي پيليږي او د هری سيمي لپاره د 18 تر 24 مياشتو پوري وخت نيسي. البته موږ له ځيني کوچنيو او انفرادي پيښو سره غرض نه لرو، افغانان پوه سه او کار يې. د انتقال پروسه په ګډه پلان وو. که چيري کومه نيمګړتيا يا ستونزه رامنځ ته سوه ور سره مرسته کوو.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل