1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال رازق: د بريد په اړه خبر وو، خو په څرنگوالي ئې نه

۱۳۹۵ دی ۲۲, چهارشنبه

د کندهار ولايت د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق ويلي دي چي د کندهار ولايت په مېلمستون کي بريد حقاني شبکې کړی دئ. هغه ويلي دي چي د کندهار پر نظامي شورا د بريد په اړه خبر ول، خو د څرنگوالي په اړه ئې نه.

https://p.dw.com/p/2Vbyv
Afghanistan - Polizeichef der Proninz Kandahar Afghanistan, Abdul Raziq
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

د کندهار د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق نن چهارشنبه (۲۰۱۷م کال د جنورۍ ۱۱مه) په يوه خبري غونډه کي وويل چي په هغه چاودنه کي د سه شنبې په ورځ ماښام مهال د کندهار ولايت په مېلستون کي سوې ۱۱ کسان وژل سوي او ۱۸ ټپان سوي دي.

د هغه په خبره په وژل سوو کسانو کي د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د کندهار د بهرنيو چارو رياست مسئول شاه احمد سعيد، ۵ تنه عرب ديپلوماتان، يو ژباړونکی، له امريکا څخه راغلی افغان ډيپلوماټ ډاکټر نذير يما قريشي، په ولسي جرگه کي د جوزجان د خلکو استازی باز محمد جوزجاني او د فارياب د خلکو سناتور شامل دي.

په ۱۸ ټپيانو کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، په افغانستان کي د متحد عربي اماراتو سفير او ځيني کندهاري سوداگر او مسئولين شامل دي.

په ابوظبی کي د متحدو عربي اماراتو چارواکو منلې ده چي د کندهار په چاودنه کي د دوی پنځه تنه ډيپلوماټان وژل سوي دي. دوی ويلي دي چي ډيپلوماټان ئې کندهار ته د بشري مرستو، زده کړو او پراختیايي پروژو په برخه کي مرسته کولو له پاره کندهار ته تللي ول.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق دغه راز ويلي دي چي دوی د کندهار ولايت پر نظامي شورا د بريد په اړه خبر ول، خو د برید د نوعیت په اړه نه پوهیدل چي په کومه بڼه به کيږي.

جنرال رازق وويل چي دی په خپله هم په هغه مجلس کي وو، خو لمانځه ته تر ولاړیدو څو دقیقې وروسته لویه چاودنه وسوه، چي د دوی د ناستي ځای اور واخیست.

رازق وويل چي د پيښي هدف د کندهار د نظامي شورا له منځه وړل ول او په دې تور يې تر اوسه د ولایت مقام د ترمیم کارۍ پنځه کارګر نیولي دي: «له تيرو څو مياشتو راهيسي د کندهار ولايت مقام په ځينو برخو کي د ترميم چاري رواني وې او ډېر گومان کيږي چي له دغو کارگرو څخه دي په دې برخه کي گټه اخيستل سوې وي.»

د کندهار ولايت په مېلمستون کي د چاودني مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي منلی نه دئ.