1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال رمز: "کرزی دي د ايساف او طالبانو تر منځ يو غوره کړي"

۱۳۸۹ شهریور ۱۵, دوشنبه

په ناټو کي د افغانستان په ارتباط اوپراتيفي قوماندان جنرال يگون رمز وويل چي، کرزی مسايلو ته د هغي زاويې کتنه کوي چي زموږ نه خوښېږي.

https://p.dw.com/p/P5Kv
د ولسمشر کرزي ښی اړخ ته جنرال رمز او کيڼ اړخ ته يې ميک نايل ولاړ دي
د ولسمشر کرزي ښی اړخ ته جنرال رمز او کيڼ اړخ ته يې ميک نايل ولاړ ديانځور: picture-alliance/ dpa

د ناټو يو چارواکي نن وويل چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال ديويد پيترياس په غوښتنه ناټو ښايي ۲۰۰۰ نور پوځيان افغانستان ته واستوي چي زياته برخه به يې د افغانستان د امنيتي ځواکونو په روزلو کي ونډه ولري.

د ناټو د غه چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډه ولو په شرط يې خبري کړي وويل چي دا زياتوالی په هغه پخواني ماموريت پوري اړه نه لري چي تردې دمخه ناټو د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزلو دپاره۷۵۰ پوځي روزونکي گمارلي دي.

هغه وويل په روان وخت کي دا موضوع تر بحث لاندي ده او ناټو د مالي منابعو د موندلو په لټه کي ده.

دغه چارواکي زياته کړې چي د جنرال پيترياس غوښتنه د شمالي اتلانتيک تړون، ناټو ۲۸ غړو هيوادونو سازمان ته وړاندي سوې ده. په اړه به، هر هيواد خپله تصميم نيسي چي په دې کي ونډه اخلي که نه.

هغه ويلي دي چي پر دې موضوع باندي بحث روان دی او ښايي هغه اونۍ او مياشتي دوام وکړي. خو د سي ان ان تلويزيون هغه رپوټ يې رد کړی، چي وايي دغه نوي سرتيري به په راتلونکو اونيو کي افغانستان ته ولاړ سي.

د افغانستان د جگړې تقريباً ۹ کاله کيږي چي په روان وخت کي په افغانستان کي ۱۵۰۰۰۰ بهرني ځواکونه مېشت دي.

په دې کي هغه ۳۰۰۰۰ امریکايي سرتيري هم شامل دي چي بارک اوباما په تير ديسمبر کي د بغاوت ضد ستراتيژۍ د يوې برخي په توگه افغانستان ته واستول تر څو دغي ۹ کلني جگړې ته د پای ټکی کښېږدي.

پوځي کارپوهان په دې عقيده دي چي افغانانو ته د امنيت سپارلو د پاره يو بنسټيږ شرط دادی چي د هغوﺉ د روزني پروسه گړندۍ سي، تر څو بهرنيو ځواکونو ته د وتلو زمينه برابره سي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فورگ رازموسن چي په راتلونکې اونۍ کي په سپينه ماڼۍ کي د جمهورريس اوباما سره ليدنه کتنه لري، تيره اونۍ وويل چي هيله مند دی په راتلونکي ميلادي کال کي افغان امنيتي ځواکونو ته د مسوليت د ليږدلو پروسه پيل کړي.

جنرال پترياس په داسي حال کي د نورو سرتيرو غوښتنه کوي چي جمهورريس کرزي په دې وروستيو کي د اوباما د جگړې پر ستراتيژۍ باندي نيوکي کړيٍ.

د کزي او واشتنگټن تر منځ د ستراتيژۍ پر سر اختلاف وار په وار ډيريږي.

تيره اونۍ د ناټو تر مشرۍ لاندي د ځواکونو اوپراتيفي قوماندان جنرال يگون رمز پر کزي باندي نيوکه وکړه چي د طالبانو پر ضد جگړه کي د ناټو په ملاتړ کي پاته راغلی.

رمز د المانۍ ورځپاڼي هندلس بلت سره په يوه مرکه کي وويل: « کرزی مسايلو ته د هغي زاويې کتنه کوي چي زموږ نه خوښېږي.»

کرزي تيره اونۍ په تخار کي پر ملکي خلکو باندي د ناټو پر بمباريو سختي نيوکي وکړې.

رمز وويل چي کرزی بايد په ياد ولري چي د ناټو تر مشرۍ لاندي نړيوال ځواک ايساف د تير کال د ولسمشری د ټاکنو د امنيت په خوندي ساتلو کي ډير لوی رول ولوبوی چي هغه جمهورريس سو.

د فرانس پريس خبري آژانس په خبره چي د نوموړي الماني ورځپاڼي په حواله يې کړې ده ليکي چي جنرال رمز په خپله مرکه کي وويل:

« کرزی بايد تصميم ونيسي چي آيا دی د ايساف او نورو مرسته کونکو هيوادونو سرتيرو ته ترجع ورکوي که يا طالبانو ته له کومو سره چي ښايي دی په راتلونکي کي کار وکړي.»

رمز په عيني حال کي د افغانستان محلي چارواکي هم تورن کړي چي د افغانستان په شمال کي يې نيول سوي طالبان بيرته خوشي کړي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل